د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو

د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو

Dec 27, 2017 - 15:27

کابل (پژواک، ۶ مرغومى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دويم هوايي دهلېز د پرانيستې پر مهال پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې په خپلو سياسي پاليسو کې اقتصادي همکاريو ته پام وکړي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د کابل- ممبيي تر منځ د سوداګرۍ دويم هوايي دهلېز پرانيست او ورسره د کام اير هوايي شرکت د الوتکې له لارې څلوېښت ټنه تازه او وچه مېوه د هند ممبيي ښار ته ولېږدول شوه.

له دې مخکې د غبرګولي په ۲۹مه ولسمشر محمد اشرف د افغانستان- هند د سوداګرۍ لومړنی هوايي دهلېز پرانيست چې تر اوسه یې د ۵۶ الوتنو په وسیله کابو ۱۶۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه، طبي بوټي او غالۍ هند ته لېږدول شوي دي.

دانش وويل، افغانستان د سيمې له هېوادونو سره د سيمه ييزو همکاريو پر پراختيا ټينګار کوي او په دې برخه کې روښانه تګلارې لري.

هغه وايي: "موږ له خپلو ګاونډيو هېوادونو غواړو او دا انتظار لرو چې په خپلو سياسي پاليسو کې اقتصادي همکاريو ته هم توجه وکړي."

ده زياته کړه، تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې به د افغانستان د اقتصادي سوداګرۍ په برخه کې ټول تقنيني اسناد تعديل او اصلاحات به په کې راوستل شي او اړينې اسانتياوې به رامنځته شي.

د ولسمشر دويم مرستيال چابهار بندر يوه بله لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چې افغانستان د دغه بندر له لارې کولای شي خپل توليدات او صادرات د اوبو له لارې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ورسوي.

نوموړي د کابل- ممبيي تر منځ د سوداګريز دهلېز پرانيسته هم په اقتصادي برخه کې ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل: "زموږ ټينګار د افغانستان پر صادراتو دی چې د دغه هوايي دهلېزونو له لارې بايد خپل توليدات د سيمې او نړۍ بازارونو ته ورسوو."

دانش د ممبيي ښار له والي مننه وکړه او ويې ويل: "نن موږ دا وياړ هم لرو چې د ممبيي ښار والي په هوايي ډګر کې زموږ د سوداګرو او صادراتي توکو هرکلي ته ولاړ دی."

د هېواد د سواګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازيتوب د کابل- ممبيي هوايي دهلېز د پرانيستلو هرکلى وکړ او ويې ويل چې په دغه کار سره به د افغان سوداګرو ترانزيټي ستونزې را کمې شي.

دى وايي: "سږ کال خوشبختانه د دولت د توجه پر اساس، حتی زموږ له تصوره لرې، په تېرو اتو مياشتو کې ۲۱۸زره ټنه مېوه بهر ته صادره شوې چې دا د افغانستان په تاريخ کې ځای نه لري، موږ تېر کال ټول ۱۴۵زره ټنه مېوه صادره کړې وه."

هغه زياته کړه، د هوايي دهلېزونو په پرانيستو سره تر ډېر بريده هغه ننګونې او ستونزې چې د خصوصي سکټور د ترانزيټ په برخه کې وې، يو څه حل شوې او څه نورې د هوارېدو په درشل کې دي.

الکوزي له افغان حکومته وغوښتل چې ډېر ژر دې له منځنۍ اسيا او عربي هېوادونو سره هم ورته دهلېزونه پرانېزي.

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيالې عادلې راز هم د ياد دهلېز پر پرانيستو خوښي وښوده او هند يې د افغانستان دويم اقتصادي شريک وباله.

هغې زياته کړه، د نورو هېوادونو تر څنګ د هند بازارونو ته لاسرسی زموږ لپاره ځکه ډېر د اهميت وړ دی چې له لارې يې زموږ توليدات په ډېرې اسانۍ سره د هند، سيمې او نړۍ نورو بازارونو ته رسېږي.

د راز په خبره، افغان حکومت غواړي افغانستان پر يوه صادروونکي هېواد بدل شي، څو په ښه ډول وکولای شي له فقر، وزګارۍ او اقتصادي بې ثباتيو خلاص شي.

د افغانستان د خواريکښو او کارګرانو د ټولنې مشر داکټر لياقت عادل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ياد هوايي دهلېز پر پرانيستو خوښي وښوده او ويې ويل چې په دې کار سره به د خواريکښو او کارګرانو د کورنيو په اقتصاد کې ښه والی رامنځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement