ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې په اړه د علماوو غوښتنې منم

ولسمشر غني: د سولې په اړه د علماوو غوښتنې منم

author avatar
27 Dec 2017 - 16:01
ولسمشر غني: د سولې په اړه د علماوو غوښتنې منم
author avatar
27 Dec 2017 - 16:01

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٦): ولسمشر غني د سولې په اړه د علماوو غونډې د پرېکړه ليک په ځواب کې ويلي، له حکومت نه شوې د دوى غوښتني مني، هيله لري چې طالبان هم یادې غوښتنې ومني او په دې سره به ثابته شي چې څوک د سولې اراده لري.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام له هغو دیني علماوو سره په ارګ کې وکتل چې د سولې عالي شورا په بلنه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سولې په اړه د دیني علماوو ملي مشورتي غونډې ته رابلل شوي وو.

د سولې عالي شورا له خوا "د سولې په اړه د ديني عالمانو ملي مشورتي ناسته" تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ ناسته پرون په کابل کې د پرېکړه ليک په صادرېدو سره پای ته ورسېده.

د ارګ په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په پیل کې د سولې عالي شورا ريیس استاد محمد کریم خلیلي د خبرو پر مهال د سولې په اړه د پخوانیو مشورو په دوام له ټولو ولایتونو علمي، روحاني او دیني شخصیتونو سره د دوه ورځنۍ مشورتي غونډې پر مهال په اووه ګونو کمېټو کې د سولې په اړه ګټورې سلا مشورې مهم ګام وباله.

نوموړي وویل، سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده چې د جمهور ريیس او حکومت، د هېواد د سیاسي رهبرۍ، دیني علماوو او د ټولو اقشارو په ګډو هلو ځلو به په هېواد کې د سراسري سولې شاهدان و اوسو.

ورپسې مولوي عبدالخبیر چچکه، مولوي عبدالله بهاري او ډاکټر حکمت د سولې په اړه د دیني علماوو د ملي مشورتي غونډې د کاري کمېټو د کړنو راپور وړاندې کړ.

هغوی د سولې ارزښت ته په اشارې وویل، سوله او امنیت په هره برخه کې د پرمختګ، د خلکو د اخوت او محبت لامل کېږي.

یادو ویناوالو په ټینګار سره وویل: "پاکستان چې د جنګ اصلي عامل او د تروریزم ملاتړی دی، فشار دې ورباندې لا زیات شي، څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې له بهیر او مذاکراتو سره مرسته وکړي."

هغوی زياته کړې، علما دې د خلکو د ذهنونو روښانولو له لارې هغوی د نظام خلاف د هېواد د دښمنانو د منفي تبلیغاتو له اغېزو خوندي کړي او همدارنګه دې خلک یووالي او وحدت ته وهڅوي.

دغو ویناوال وړاندیز وکړ چې طالبانو ته دې د سولې مذاکراتو د پیلولو لپاره په کابل کې دفتر ورکړل شي چې له خلکو، سیاسیونو او بېلابېلو اقشارو سره د خبرو او مشورو یو مشخص ادرس ولري.

هغوی زیاته کړه، په هېواد کې دې جامع دیني مدرسې جوړې شي، علما دې د نورو اسلامي هېوادونو له علمي تجربو د استفادې لپاره بهر ته واستول شي او همدارنګه دې د سولې په اړه د علماوو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

وروسته حافظ احمد مولوي زاده د سولې په اړه د دیني علماوو د ملي مشورتي غونډې ۲۷مه ماده یي پرېکړه لیک ولوست.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.