کابل(پژواک،۶مرغومی۹۶): د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې دې د کابل ښار د جمهوريت، جناح، شيخ زاهد، يونيک او وزير محمد اکبر خان روغتونونو له لارې له دولت سره په ګډه کار وکړي.
د عامې روغتيا وزارت، کابو درې کاله مخکې هم په کابل کې د يوې غونډې پرمهال، له خصوصي سکتور څخه همدا غوښتنه کړې وه.
د عامې روغتيا وزارت د پلان رييس ډاکټر عبدالقدير نن په کابل کې "د روغتيا په برخه کې د عامه او خصوصي ګډون" په اړه خصوصي سکتور ته د معلوماتو ورکولو په سيمينار کې وويل چې افغانان هر کال له هېواد څخه بهر د درملنې لپاره، کابو ۴۰۰ميليون امريکايي ډالره لګوي او دليل يې په هېواد کې په لوړه کچه د درملنې د امکاناتو نه شتون دی.
هغه زياته کړه:" که په هېواد کې دننه د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړ شي، له يوې خوا به بهر ته د درملنې لپاره د خلکو د تګ مخه ونيول شي او له بلې خوا به دغه پيسې په هېواد کې دننه ولګول شي او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت پر لوړېدو به مثبته اغېزه ولري. "
د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت اساسي مسووليتونه او مهمې موخې با کيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي، خو دغه وزارت دا کار په يوازې توګه نه شي کولای.
نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت په همدې موخه څه وخت مخکې، د روغتيا په برخه کې د عامه او خصوصي ګډون قانون تصويب او د اجرا وړ کړ.
د عامې روغتيا وزارت د پلان مشر له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د روغتيا په برخه کې دې له دولت سره په ګډه پانګونه وکړي.
هغه وويل، خصوصي سکتور کولای شي چې په جمهوريت، جناح او يونيک دولتي روغتونونو کې د بشپړو روغتيايي خدمتونو په برخه کې او په وزير محمد خان او شيخ زاهد روغتونونو کې د تشخيصيې په برخه کې له دولت سره په ګډه پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عتيق الله نصرت هم په دغه سيمينار کې له پانګوالو وغوښتل چې د روغتيا په برخه کې له دولت سره په ګډه پانګونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن