ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په محمداغې يو قومي مشر ووژل شو

په محمداغې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
27 Dec 2017 - 20:02
په محمداغې يو قومي مشر ووژل شو
author avatar
27 Dec 2017 - 20:02

پلم علم(پژواک ٦ مرغومى ٩٦): د لوګر چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ يو قومي مشر په ډزو وژلى او د بره کي برک ولسوال له وسله وال بريده روغ وتلى دى.

د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام د محمداغې د ده نو سيمې په لشکرخېلو کلي کې د حاجي داوود په نوم يو قومي مشر د ماښام تر لمانځه وروسته "په بې رحمۍ" سره په ډزو سره وژل شوى دى.

نوموړي دغه کار د طالبانو وباله او زياته يې کړه، چې وسله وال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين چې ياد وژل شوى قومي مشر يې تره دى، وايي، حاجي داوود له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او له حکومته غواړي چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او عاملين يې ونيسي.

ده زياته کړه، په لوګر کې له ډېرې مودې راهيسې د قومي مشرانو د وژلو لړۍ روانه ده چې په ترڅ کې يې د ده تره هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د لشکرخېلو د کلي اوسېدونکي زلمي پژواک ته وويل: "موږ په جومات کې د ماښام لمونځ کاوه چې درې وسله وال راننوتل او حاجي داوود يې په زور او وهلو سره له جوماته ووېست او دروازې سره يې وواژه."

دى زياتوي: "ډېره بده او ترخه پېښه مې په خپلو سترګو وليده."

له بلې خوا نن مازيګر د بره کي برک پر ولسوال هم وسله وال بريد شوى دى.

ولسوال محمد رحيم امين، پژواک ته وويل چې دغه بريد د کابل – ګردېز په لويه لاره د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د شيخک کلا په سيمه کې د ده پر موټر وشو، چې دى ترې روغ وتلى، خو دوه ملکيان په کې ټپيان شول.

د والي وياند هم ياده پېښه تاييدوي.

محمداغه د کابل سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې په دې وروستيو کې ناامني په کې ډېره شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.