ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Dec 2017 - 11:45
په غزني کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Dec 2017 - 11:45

غزني ښار (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦):  د غزني ولايت په ځینو امنيتي پېښو کې لسو ملکي وګړو او  پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د قره باغ ولسوالۍ د خربلاغ په سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې یاد سراچه موټر له ولسوالۍ د غزني ښار ته پر لاره و چې چاودنه پرې شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه  په غزني ښار کې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد کړى دی.

د والي وياند نوري وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته معلومه نه وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې دوى دا پوسته نيولې او اته پوليس يې وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.