ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان صرافانو کاري اعتصاب کړى

د افغانستان صرافانو کاري اعتصاب کړى

author avatar
28 Dec 2017 - 17:28
د افغانستان صرافانو کاري اعتصاب کړى
author avatar
28 Dec 2017 - 17:28

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د افغانستان صرافانو، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پر يوې صرافۍ د بريد په غبرګون کې کاري اعتصاب کړى او له حکومته غواړي، څو د صرافانو د امنيت خونديتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د راپورونو پر بنسټ، پرون يو شمېر وسله والو کسانو د جلال اباد په ښار کې د ملتان په نوم پر يوې صرافۍ بريد کړى، چې په پايله کې يې ملتان وژل شوى او د هغه منشي او درې ښځو په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

د کابل ښار د شهزاده سراى صرافانو چې شمېر يې شا وخوا دوه سوه کسانو ته رسېده، د ياد سراى مخې ته سره راټول او خپل دفترونه يې وتړل.

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې مشر قاضي ميرافغان په دغه ناسته کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د يادې پېښې او د حکومت له لوري د صرافانو امنيت خونديتوب ته د نه پاملرنې له امله يې په هېواد کې کاري اعتصاب کړى او تر هغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي؛ څو دولت د دوى غوښتنو ته پام ونه کړي.

د هغه په وينا، ترڅو پورې چې د صرافانو او سوداګرو د امنيت خونديتوب ته پاملرنه ونه شي نو اړ دي چې خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې د مشرتابه پلاوي غړي ضياء الرحمن الکوزي، د پرېکړه ليک په لوستلو سره ننګرهار کې پر صرافۍ شوى بريد يې وغانده او له امنيتي ارګانونو څخه يې د يادې قضيې د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.

په دغه پرېکړه ليک کې له حکومت غوښتنه شوې، څو د صرافانو او سوداګرو د امنيت ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي او هغو ډلو او وسله والو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې د صرافانو په تښتولو او وژلو کې لاس لري.

يوه بل صراف مهدي اهنګ، امنيتي ځواکونه د صرافانو د امنيت په ټينګښت کې پاتې وبلل او ويې ويل: "حکومت ته ګواښ کوو، چې که چېرې زموږ د امنيت خونديتوب ته پاملرنه ونه شي، په افغانستان کې به خپله پانګونه ودرو."

د شهزاده سراى د صرافانو پخواني مشر حاجي امين جان خوستي وويل: "د صرافانو تښتول او دوى وژل موږ ته هيڅ وخت د منلو نه دي؛ بايد حکومت د صرافانو دامنيت او ځان او مال ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي."

هغه له حکومت غوښتنه وکړه، چې له هېواد څخه د پانګې او بشري ځواک له وتلو د مخنيوي په موخه د انسان تښتوونکو ډلو او غلو مخنيوى وکړي.

د صرافانو او سوداګرو د تښتولو کره شمېرې شتون نه لري، خو له دې وړاندې هم له کابل او د هېواد له يو شمېر نورو ولايتونو څخه د ورته پېښو راپورونه خپاره شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.