جلال اباد (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې څلور تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په نهو بجو د يادې لويې لارې په اوږدو کې د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو بازار سره نږدې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سرحدي پوليسو د پنځم کنډک سرتېري کوټ ولسوالۍ ته روان و، چې په ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.
يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله وال مخالفين د سيمه ييزو پوليسو په جامو کې ناست وو .
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې ياد پوليس کوټ ولسوالۍ ته د دندې پر لور روان و، چې په بريد کې ووژل شول.
خو نوموړي دا خبره رد کړه چې ګوندې وسله وال مخالفين د سيمه ييزو پوليسو په جامو کې و.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن