جلال اباد (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې افغان هوايي ځواکونو په دغه ولايت کې پر هغو وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړى، چې په خپل زندان کې د يوې نوې سمڅې په جوړولو بوخت وو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن د غرمې شاوخوا يوه بجه د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د شين ګړنګ په سيمه کې شوى دى .
د هغه په وينا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د انس، سنګین او غزنوي په نومونو درې تنه مشهور مخالف وسله وال وژل شوي او دغه راز د بشیر، سردار او مقصود په نومونو درې تنه نور سخت ټپيان شوي دي.
ځواک وايي، دوى په داسې حال کې په نښه شوي چې په خپل زندان کې د يوې نوې سمڅې پر جوړولو بوخت وو.
د يادونې ده، دوه ورځې مخکې هم ځانګړو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو اووه غړي وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن