مزارشريف (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د دوو ګوندونو د پلويانو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين د مزارشريف شمال لور ته د وحدت او حرکت ګوندونو د قوماندانانانو د پلويانو ترمنځ د شهيد عبدالله ښارګوټي پر سر تر لانجې کولو وروسته، وسله واله نښته شوې ده.
ده زياته کړه، سيمې د پوليسو تر لېږلو وروسته جګړه بنده شوې، خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د سيمې يو اوسېدونکى محمد رسول وايي، دغه نښته د حرکت ګوند د قوماندان سيد عالم او د وحدت ګوند د قوماندان ذوالفقار د کسانو ترمنځ شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ذوالفقار يوتن وژل شوى او د سيد عالم دوه کسان ژوبل شوي دي.
دوه مياشتې وړاندې هم، په ياد شوي ښارګوټي کې د جمعيت او وحدت ګوندونو د کسانو ترمنځ نښته شوې وه، چې يو تن په کې ژوند له لاسه ورکړى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن