ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې پر” تبيان” کلتوري مرکز بريد وغندل شو

په کابل ښار کې پر” تبيان” کلتوري مرکز بريد وغندل شو

author avatar
28 Dec 2017 - 15:07
په کابل ښار کې پر” تبيان” کلتوري مرکز بريد وغندل شو
author avatar
28 Dec 2017 - 15:07

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د ملي يووالي حکومت مشران په کابل ښار پر (تبيان) کلتوري مرکز د شوي بريد د غندنې تر څنګ وايي چې حکومت د ټولو ترهګريزو ډلو د ځپلو لپاره پياوړې اراده لري او دا ډلې بايد پوه شي چې د بې ګناه خلکو د وينو په تويولو سره خپلو موخو ته نه رسېږي.

نن له غرمې وړاندې د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې درې چاودنې وشوې چې ويل کېږي لومړۍ چاودنه ځانمرګی بريد او دوه نور ماينونه وو.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ٤٠ تنه وژل شوي او څه باندې ٣٠ نور چې ټول يې ملکي وګړي دي، ټپيان شوي.

دغه بريد په پراخ ډول غندل شوى دى.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم په کابل کې پر تبيان کلتوري مرکز بريد بشري جنايت بلل شوى او زياته کړې يې ده چې ترهګرې ډلې پر جوماتونو، مقدسو ځايونو او کلتوري مرکزونو د بريدونو د بشري ضد جنايتونو او نه بښونکو کړنو عاملين دي چې دا ډول حرکتونه د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

افغان حکومت ټينګار کوي چې د ټولو ترهګريزو ډلو د ځپلو او ورکاوي لپاره څرګنده اراده شتون لري او همدا اوس زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوى تر نابودۍ پورې مبارزه کوي.

د اجرائیه رياست له لوري هم په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د ډاکتر عبدالله عبدالله له قوله ويلي شوي چې په کلتوري او رسنيزو مرکزونو بريدونه د افغانستان د خلکو پر مدنيت او لاسته راوړنو بريد دى.

عبدالله وايي چې دا ډول بريدونه د خلکو پر کلتوري ارزښتونو او بيان ازادۍ پر غوړېدو کوم منفي اغېز نه لري، بلکې د دغو کارونو د عاملينو د شرم او رسوايۍ لامل ګرځي.

د هېواد د ملي امنيت شورا هم دا بريد غندلى دى، د دوى لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملي امنت دسلاکار حنيف اتر لخوا ليکل شوي ، چې ترهګرو د خپلو وحشتونو په دوام او د ټولو انساني ارزښتونو خلاف داځل پر فرهنګي مرکز بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړې، قسم خوړلی دښمن به هېڅ کله په دې بریالی نه شي، چې د ترهګریزو بریدونه له لارې خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي. : (( زموږ د ولسونو فکري یووالی بې ساری دی او د تروریستانو ټول ګروپونه به په خپل اتحاد سره له منځه یوسي. ))

بلخوا ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله (CPAG)  په کابل کې نننۍ ترهګريز بريد چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله په کله غندي او له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره د ملکي خلکو د سر ساتنې په موخه جدي اقدا مات وکړي.

دغې ډلې يو ځل بيا ژوره اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.