ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د زکام ډوله وژونکې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى

پکتيکا کې د زکام ډوله وژونکې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى

author avatar
28 Dec 2017 - 19:37
پکتيکا کې د زکام ډوله وژونکې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى
author avatar
28 Dec 2017 - 19:37

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦) : د پکتيکا ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې يو ډول مرموزه ناروغي پيدا شوې چې له امله يې تر اوسه دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د زېړوک ولسوالۍ د ورژانه د کلي اوسېدونکي وايي، لومړی ماشوم ته د زکام ناروغي پيدا کېږي او بيا يې ټوخى زيات او له خولې او پزې وينه جاري کېږي
د ياد کلي يوه اوسېدونکي صورت خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ډول وايروس مرګونی دی او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه وايروس لومړی دانسان په بدن کې د زکام په شکل ښکاره کېږي، ورپسې ستونی درد کوي، سړه او توده تبه، نس ناستی او استفراق هم  ورسره ملګري شي او په پايله کې يې له خولې او پزې وينه بهېدل پيل شي.  

د نوموړي په وينا، تر اوسه د يادې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي نېک محمد هم ياده خبره تاييد او زياته يې کړه چې د ورژانه کلی له اورګون سره نږدې پروت دى، چې پکې له تېرو پنځو ورځو راهيسې دغه وايروس خپور شوی دی.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل وايي، چې دوى هم په زېړوک ولسوالۍ کې له يادې ناروغۍ خبر شوي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

هغه پژواک ته وويل، چې سيمې ته يې د ډاکټرانو يوه ډله لېږلې او د څېړنو پايلې به له رسنيو سره شريکې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.