د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: هلمند او اروزګان کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: هلمند او اروزګان کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Dec 28, 2017 - 13:59

لښکرګاه- ترينکوټ (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): د هلمند او اروزګان ولايتونو امنيتي مسوولين وايي په بېلابېلو ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ٢٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند دويم څارن عبدالسلام افغان وايي، د هوايي ځواک په مرسته يې د نادعلي ولسوالۍ په شنه کلي کې عمليات کړي چې پر مهال یې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

هغه د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په ځینو سيمو کې عمليات شوي چې پر مهال څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بلخوا په دغه ولايت کې د ملي اردو د ٢١٥ ميوند قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نهرسراج، مارجې او ګرشک ولسواليو په عملياتو کې ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

سرچينې ويلي چې په دغو عملياتو کې عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د مارجې ولسوالۍ په هوايي عملياتو کې د ملي امنيت اپراتيفي ډله (سنګوريان) وژل شوي، خو امنيتي مسوولين وايي چې هلته داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې هم د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري وایي چې د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د ”لندې کوڅې“ په سيمه کې هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا، دغه هوايي بریدونه د افغان هوايي ځواک د A29 ډوله الوتکو به وسيله شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan