ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

په هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
29 Dec 2017 - 15:48
په هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
29 Dec 2017 - 15:48

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۶): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او لس شکمن کسان نيول شوي دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د مرغومي په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي دي.

د ده په وينا، په دې عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ مشکوک ژوندي نيول شوي او ۱۸ ميله سپکې او درنې وسلې او جنګي مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه زياته کړه، دغه راز په همدې شپه وسله والو طالبانو د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د بشران پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې له غبرګون سره مخ شوي او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنيت يوه سرچينه وايي، د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ د هغوی دوه موټر او يوه دهشکه له منځه وړل شوي او زیاتوي چې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل، تېره شپه د ښار په څنډه د بشران په سیمه کې درنې جګړې ويرولي او له امنيتي مسوولينو يې وغوښتل چې د ښار په څنډه کې له ژمنې سره سم د نا امنۍ ټغر ور ټول کړي.

د ده په وينا، په ياده سيمه کې نږدې يو نيم کال کېږي چې جګړې روانې دي خو د مخنيوي لپاره يې يوازې ژمنې کېږي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.