ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د رايې ورکونې ډېر مرکزونه په هغو سيمو کې ټاکل شوي چې هلته دولت واکمني نه لري”

“د رايې ورکونې ډېر مرکزونه په هغو سيمو کې ټاکل شوي چې هلته دولت واکمني نه لري”

author avatar
30 Dec 2017 - 18:48
“د رايې ورکونې ډېر مرکزونه په هغو سيمو کې ټاکل شوي چې هلته دولت واکمني نه لري”
author avatar
30 Dec 2017 - 18:48

کابل (پژواک،۹مرغومی۹۶): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د رايې ورکونې ډېری مرکزونه "په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه" په داسې سيمو کې په پام کې نيول شوي دي چې هلته حکومت واک نه لري.

د راپور له مخې، د ټاکنون خپلواک کمېسیون په دې وروستيو کې د رايې ورکونې د مرکزونو د ارزیابۍ پروسه ترسره کړې او له مخې يې په ۳۴ولايتونو کې د رايې ورکونې ۷۳۵۵ مرکزونه ارزیابي او بيا ټاکل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکې کال د چنګاښ په ۱۶مه ترسره شي، خو ځينې راپورونه وايي چې پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړين چمتووالی نه دی نیول شوی.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازی محمد اقبال صافي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د رايې ورکونې مرکزونو تثبیتولو ته په اشارې سره وويل، ډېری هغه مرکزونه چې د کاپیسا ولايت په  ولسواليو کې ټاکل شوي، داسې سيمې دي چې هلته حکومت واک نه لري.

نوموړي زياته کړه: "دغه کار په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه شوی، څو وکولای شي په هغو سيمو کې د ځانونو لپاره صندقونه ډک کړي، چې هلته دولت واک نه لري."

صافي د ولسي جرګې له اداري پلاوي څخه وغوښتل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي دي را وبلل شي، څو په دې اړه د خلکو استازو ته وضاحت ورکړي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وژمې صافۍ هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د رايې ورکونې د مرکزونو پر ټاکل کېدو نيوکه وکړه او ويې ويل، په کونړ کې د رايې ورکونې ډېری مرکزونه په نا امنو سيمو کې ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل: "دا کار په کندوز کې هم شوی او د رايې ورکونې د مرکزونو لپاره نا امنې سيمې ټاکل شوې دي."

هغه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه کار د پوښتنې وړ وباله او زياته يې کړه چې د رايې اچونې مرکزونه بايد د خلکو په همغږۍ سره وټاکل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.