ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سون لرګيو، قزاقي اوړو او غوړيو بيې راټيټې، خو د سرو زرو لوړې شوې دي

د سون لرګيو، قزاقي اوړو او غوړيو بيې راټيټې، خو د سرو زرو لوړې شوې دي

author avatar
30 Dec 2017 - 18:23
د سون لرګيو، قزاقي اوړو او غوړيو بيې راټيټې، خو د سرو زرو لوړې شوې دي
author avatar
30 Dec 2017 - 18:23

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سون لرګيو، قزاقي اوړو او غوړيو بيې راټيټې شوې؛ خو د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلوربيه له ١٢٠٠ افغانۍ ١١٦٠ افغانۍ او د شپاړس ليټره خورشيد غوړيو بيه له ١٠٦٠ افغانۍ ١٠٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو هغه زياته کړه، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه ١٨٥٠ افغانۍ او د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٩٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل منډوي يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ کې د خوراکي توکو پلورنځي مالک احمد ولي پنجشېري وويل، چې نن د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلوربيه ١٢٥٠ افغانۍ، د ١٦ ليټره خورشيد غوړيو بيه ١١٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٩٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ٢٣٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ افغانۍ ٢٣٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٨٠٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د سون لرګيو بيه راټيټه شوې ده.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي حاجي حسين په وينا، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٨٠٠٠ افغانۍ ٧٨٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه له ٧٥٠٠ افغانۍ ٧٢٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

هغه وويل، چې د لرګيو لپاره د تقاضا کمښت له امله بيې يوڅه راټيټې شوې دي. د يادولو ده چې ډېرى خلک د ژمي په رارسېدو سره د اړتيا وړ توکي له ژمي وړاندې پېري.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤٦ افغانۍ او د يوه لېټر پټرول تېلو بيه ٤٥ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.