ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده

غزني ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده

author avatar
30 Dec 2017 - 17:34
غزني ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده
author avatar
30 Dec 2017 - 17:34

غزني (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦): د غزني ولايتي مسوولين وايي چې غزني ښار له وارداتي برېښنا سره ونښلول شو، چې په دې سره به د برېښنا بيې هم راټيټې شي.

د غزني والي عبدالکریم متین وايي، اوسمهال یواځې لس مېګاواټه برېښنا له کابل څخه غزني ته وصل شوې ده، چې دا برېښنا بسنه نه کوي، خو په دې خوښ دى چې دغه پروژه تر غزني پورې رسېدلې او راتلونکي کې به دا برېښنا نوره هم زیاته شي.

دى زياتوي: "دا لینونه څو ځلې د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې قطع شول چې تېره ورځ ورغول شول؛ زما غوښتنه د دې ولایت له اوسېدونکو څخه دا ده چې باید د دې لینونو ساتنه وکړي."

د هغه په وينا، د ماليې وزارت ورسره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، ترڅو په راتلونکي کال کې د غزني ښار منځ د برېښنا شبکې لپاره ورباندې کار وکړي او له دې سره ټولو ښاریانو ته برېښنا ورسیږي.

د غزني د برېښنا د مسوولينو د معلوماتو پربنسټ، اوسمهال يواځې ٢٧ سلنه د غزني ښاريان له برېښنا څخه برخمن دي. دغه راز د يو کيلوواټ برېښنا بيه ٣٠ افغانۍ ده، خو د شخصي برېښنا بيه بيا ان ٥٩ افغانۍ ده چې له دې وروسته به دا بيې راټيټې او پنځو افغانيو ته راښکته شي.

د غزني د برېښنا ريیس جان محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې وړاندې د غزني ښار خپله ډیزلي برېښنا درلوده چې د قېمت د لوړوالي ترڅنګ دومره قوي هم نه وه چې د خلکو ستونزې ورباندې حل شي.

دى وايي: "له دې وروسته به د غزني د خلکو لپاره هم دومره قېمتونه وي، څومره چې د مرکز کابل لپاره دي، خو بیا هم هلته د تجارتي او نورو سیمو قېمتونه توپیر لري، خو قېمتونه به يې ارزانه وي."

نوموړي د غزني له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې له دغې برېښنا څخه دې په سمه او کمه توګه کار واخلي او د دې ترڅنګ دې د لینونو ساتنې ته هم پوره پاملرنه وکړي چې نور خلک له ستونزې سره مخامخ نه شي.

د غزني ښاريان هم دې برېښنا ته زیات خوښ دي او وايي چې په دې سره به يې ستونزې تر يو حده هوارې شي.

د غزني ښار اوسېدونکي مدني فعال رحمت الله، پژواک ته وويل، تر دې وړاندې په غزني ښار کې د برېښنا بيې لوړې وې او له امله يې ځينو بېوزلو خلکو د دې توان نه درلود چې برېښنا کور ته تېره کړي، خو اوس به دا ستونزه هواره شي.

ده زياته کړه، د دې برېښنا په راتګ سره به غزني کې کارونه هم زيات شي او سوداګر هم ښايي په دې ولايت کې فابريکو جوړولو ته زړه ښه کړي.

اوسمهال په دې ولايت کې فابريکه نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.