ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ شته اختلافونه دې حل شي

مشرانو جرګه: د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ شته اختلافونه دې حل شي

author avatar
31 Dec 2017 - 20:09
مشرانو جرګه: د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ شته اختلافونه دې حل شي
author avatar
31 Dec 2017 - 20:09

کابل(پژواک،۱۰مرغومی۹۶): د مشرانو جرګې مشر د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ د شته اختلافونو پر حل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې اړ دوړ ته اړتيا نشته او ټول بايد د قانون په چوکاټ کې يو او بل زغمي.

ولسمشر محمد ا شرف غني څو ورځې وړاندې د عطامحمد نور استعفا چې څو مياشتې وړاندې يې سپارلې وه، منظور کړه او انجنير داوود يې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړ.

خو د بلخ مستعفی والي عطامحمد نور، د ولسمشر دغه پرېکړه نه مني.

نوموړي پرون يوځل بيا پر ارګ او سپېدار ماڼۍ سختې نيوکې وکړې او په ډاګه يې کړه چې دی څوک نه شي لرې کولای.

په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي نثار احمد حارس ددغه جرګې په ننۍ ناسته کې د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ  د شته وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل:"  عطا محمد نور پرون خپل چمتوالی اعلان کړ چې دغه ستونزه دې د تفاهم له لارې حل شي. "

د نوموړي په وينا، حکومت تر اوسه په دې اړه روښانه دريځ نه لري.

حارث له مشرانو جرګې څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ او واک څخه په ګټې اخيستنې سره دې د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ منځګړيتوب وکړي څو دغه ستونزه حل شي.

د مشرانو جرګې بل غړي نظرمحمد فقيري هم ورته نظر درلود او ويې ويل چې د کړکېچ د مخنيوي په موخه اړينه ده چې د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ منځګړيتوب وشي.

د مشرانو جرګې يوشمېر نورو غړو هم د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ د شته اختلافونو د حل کېدو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم يار د خبرو اترو له لارې ددغه ستونزې پر حل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل:" د اړ دوړ اړتيا نشته، بايد ټول د قانون په چوکاټ کې يو او بل وزغمي، له خپل سريو او بې قانونيو څخه دې تېر شي. "

مسلم يار زياته کړه چې له زوره کار اخيستل او غير قانوني کړنې، د هېواد او خلکو په ګټه نه دي او بايد ټول د قانون د تطبيق لپاره هڅه وکړي.

نوموړي وويل:" که اړتيا وي د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ منځګړيتوب ته چمتو يم."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.