ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د هوا ککړتيا ناورين رامنځته کوونکې وبلل شوه

د کابل ښار د هوا ککړتيا ناورين رامنځته کوونکې وبلل شوه

author avatar
31 Dec 2017 - 17:21
د کابل ښار د هوا ککړتيا ناورين رامنځته کوونکې وبلل شوه
author avatar
31 Dec 2017 - 17:21

کابل(پژواک،۱۰مرغومی۹۶): د کابل د ځينو ادارو چارواکي په دغه ښار کې د امنيتي او وزګارتيا پر ستونزو سربېره، په دغه ښار کې د هوا ککړتيا هم يوه ستره غمېزه وبلله او وايي چې هره ورځ لس کسان پر تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

د ولسي جرګې د چاپېريال ساتنې او  طبيعي سرچينو کمېسيون نن د هوا د ککړتيا د مخنيوي د لارو چارو موندلو په موخه د اړونده ادارو  يو شمېر چارواکي ور بللي وو.

ددغه کمېسيون مشر رمضان جمعه زاده  د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د کابل ښار اوسېدونکي  پر نا امنۍ، وزګارۍ او بې وزلۍ سربېره، د هوا ککړتيا له جدي ستونزو سره مخ دي چې هره ورځ لسګونه ماشومان، ځوانان او بوډاګان پر تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

جمعه زاده په داسې حال کې چې د کابل ښار د هوا ککړتيا يې يوه جدي ستونزه وګڼله، خبرداری يې ورکړ چې که جدي تدابېر ونه نيول شي، د کابل وضعيت به لا کړکېچن شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي او د ياد شوي کمېسيون غړي محی الدين مهدي هم وويل:" د هوا ککړتيا په کابل ښار کې زموږ يوه جدي ستونزه ده، حکومت مکلف دی چې د هوا ککړتيا د مخنيوي په موخه جدي او عملي لارې چارې خپلې کړي."

د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرستيال مسيح الله محبوب چې په دغه ناسته کې يې شتون درلود، د هوا د ککړتيا د ډېرېدو لامل په کابل ښار کې تر اندازې د نفوسو ډېرېدل،  خام سړکونه، د سون توکي او ترافيکو ډېروالی وباله.

هغه وويل: "ښاروالي د نفوسو د ډېروالي د مخنيوي توان نه لري او د سړکونو جوړېدل هم ډېر وخت ته اړتيا لري، يوازينی کار چې موږ يې په کوم وخت کې کولی شوو، د سون توکو د بدلېدو او د ډېر دود کوونکو موټرو د تګ راتګ مخنيوی دی."

د هغه په وينا، اوسمهال ۸۵سلنه نانوايي ګانې، حمامونه او هوټلونه له ګازو څخه کار اخلي.

د چاپېريال د ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار په دې ناسته کې ومنله چې د موټرو بې حده ډېرېدل او  د هوا له ککړونکو توکو کار اخيستل، تر ټولو ډېره د کابل ښار هوا ککړه کړې ده.

دغه چارواکي  زياته کړه، يوازينی کار چې په لنډ وخت کې د هوا د ککړتيا مخه نيولی شي، په بشپړه توګه د دود کوونکو موټرو بندول ،په ژمي کې د هوا د ککړونکو سون توکو د بدلېدو او د نقليه وسايطو پر تګ راتګ محدوديت دی.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت په بازار کې مداخله وکړي او د ګازو بيه را ټيټه نه شي، خلک به د بې کيفيته سون توکو څخه کار وانه خلي، چې دغه کار د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې اغېزمن تمامېږي.

ملکيار ومنله چې د کابل ښار هوا ککړه شوې ده، خو ويې ويل چې په تېر کال کې په يو متر مکعب هوا کې څه باندې ۱۵۰۰ملي مايکرون خاورې او دوړې وې چې اوس دغه شمېره په يو مکعب متر کې شاوخوا ۶۵۰مايکرون ته را کمه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.