د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه: د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ شته اختلافونه دې حل شي

مشرانو جرګه: د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ شته اختلافونه دې حل شي

Dec 31, 2017 - 20:09

کابل(پژواک،۱۰مرغومی۹۶): د مشرانو جرګې مشر د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ د شته اختلافونو پر حل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې اړ دوړ ته اړتيا نشته او ټول بايد د قانون په چوکاټ کې يو او بل زغمي.

ولسمشر محمد ا شرف غني څو ورځې وړاندې د عطامحمد نور استعفا چې څو مياشتې وړاندې يې سپارلې وه، منظور کړه او انجنير داوود يې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړ.

خو د بلخ مستعفی والي عطامحمد نور، د ولسمشر دغه پرېکړه نه مني.

نوموړي پرون يوځل بيا پر ارګ او سپېدار ماڼۍ سختې نيوکې وکړې او په ډاګه يې کړه چې دی څوک نه شي لرې کولای.

په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي نثار احمد حارس ددغه جرګې په ننۍ ناسته کې د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ  د شته وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل:"  عطا محمد نور پرون خپل چمتوالی اعلان کړ چې دغه ستونزه دې د تفاهم له لارې حل شي. "

د نوموړي په وينا، حکومت تر اوسه په دې اړه روښانه دريځ نه لري.

حارث له مشرانو جرګې څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ او واک څخه په ګټې اخيستنې سره دې د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ منځګړيتوب وکړي څو دغه ستونزه حل شي.

د مشرانو جرګې بل غړي نظرمحمد فقيري هم ورته نظر درلود او ويې ويل چې د کړکېچ د مخنيوي په موخه اړينه ده چې د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ منځګړيتوب وشي.

د مشرانو جرګې يوشمېر نورو غړو هم د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ د شته اختلافونو د حل کېدو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم يار د خبرو اترو له لارې ددغه ستونزې پر حل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل:" د اړ دوړ اړتيا نشته، بايد ټول د قانون په چوکاټ کې يو او بل وزغمي، له خپل سريو او بې قانونيو څخه دې تېر شي. "

مسلم يار زياته کړه چې له زوره کار اخيستل او غير قانوني کړنې، د هېواد او خلکو په ګټه نه دي او بايد ټول د قانون د تطبيق لپاره هڅه وکړي.

نوموړي وويل:" که اړتيا وي د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ منځګړيتوب ته چمتو يم."

مسلم يار په کابل کې د تبيان پر کلتوري مرکز د پنج شنبې ورځې بريد ته په اشارې سره وويل، هر چا چې لټي کړې ده بايد تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي.

نوموړي  د جزيياتو له ورکولو پرته سياستوالو ته په خطاب کې وويل:" سياسي مشران دې خپل سياستونه بدل کړي، څو افغانان ددوی د ناسمو سياستونو قرباني نه شي."

د نوموړي په وينا، دغه قضيه بايد په جدي توګه وڅېړل شي، ځکه دده په وينا دداډول بريدونو په جوړولو کې، ان داسې کسان لاس لري چې په کابل کې شتون لري او بايد هغوی وپېژندل شي او تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي.

د مشرانو جرګې مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې  امنيتي ځواکونو هم ددغه پېښې په مخنيوي کې لټي کړې ده.

مسلم يار د مشرانو جرګې ددفاعي چارو کمېسيون ته دنده وسپارله چې له امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ سره دې د پنج شنبې ورځې پېښه وڅېړي او راپور يې دې يادې شوې جرګې ته وړاندې کړي.

د مشرانو جرګې غړې نجيبې حسيني هم پر تبيان کلتوري مرکز دداعش ډلې بريد ته په اشارې سره وويل:" ۱۳کاله کېږي چې زه په دشت برچي کې ژوند کوم، خبره نه وم چې په دې سيمه کې داسې مرکز شته دی، حتما له ځانمرګو بريد کوونکو سره داسې کسانو همکاري کړې چې په کابل کې ا وسېږي."

هغه له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې دداډول کسانو له شتون څخه د کابل ښار د پاکولو په موخه دې چاڼيز عمليات ترسره  کړي او هغه کسان چې په داسې کارونو کې لاس لري، په نښه او تر قانوني تعقيب لاندې دې ونيول شي.

د کابل په لويديځ کې په  تبيان کلتوري مرکز کې د يوې علمي او څېړنيزې غونډې د ګډونوالو په منځ کې د ځانمرګي او بمي بريدونو په پايله کې ۵۰کسان وژل شوي او له ۹۰ډېر ټپيان شوي دي.

داعش ډلې ددغه بريد مسووليت پرغاړه اخيستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement