د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د اقتصادي پروژو امنیت په امنیتي پلان کې شاملېږي

ولسمشر غني: د اقتصادي پروژو امنیت په امنیتي پلان کې شاملېږي

Dec 31, 2017 - 18:21

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦) : ولسمشر د اقتصاد په عالي شورا کې په ډاګه کړه چې  د اقتصادي پروژو امنیت په امنیتي پلان کې شاملېږي .

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پر وخت د معلوماتو مدیریت سیستم  (Real time data management System) طرحې، د تالک سکتور د ارزښت ځنځیر تحلیل او ارزونې او د بغلان ولایت دسمنټو فابریکو او کرکر-دودکش  ډبرو سکرو د کانونو په اجاره ورکولو قرارداد په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي پر وخت د معلوماتو مدیریت سیستم جوړولو په اړه د دې وزارت  طرحه، له هغې ډلې د عوایدو د راټولولو او د مخابراتي معلوماتي خدمتونو د وړاندې کولوکیفیت د څارنې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، د دولت د بوديجوي اړتیاوو او په نړۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د معمول طرزالعملونو مطابق، د دولت رهبرۍ تصمیم ونیوه چې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو  لس سلنه محصول واخیستل شي.

د مخابراتو وزیر د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د مخابراتي خدماتو د محصول قانون د ۱۰ مادې او ۱۱ مادې د ۲ فقرې د تعدیل وړاندیز وکړ.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د مخابراتي خدماتو د محصول قانون  په یادو مادو کې تعدیل ومانه او پرېکړه یې وکړه چې د نهایي تصویب په خاطر دې کابینې ته واستول شي.

وروسته د کانونو او پترولیم وزارت یو تن مسوول د تالک سکتور د ارزښت ځنځیر د تحلیل او ارزونې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل ويې ویل، په ۲۰۱۶ کال کې د تالک نړیوال تولید تر  ۷،۳۱ میلیون ټنه زیات وو چې د وریجو او وربشو په صیقل کولو، د رنګ پاکولو عواملو، له غذايي موادو څخه د بوی جذبولو، د اوبو د تصفیې، له څرمنې څخه د غوړو د جذب او  استفادې وړ، د بوټانو د جلا، د جوش کارۍ   او نورو کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.

هغه زیاته کړه په افغانستان کې دا منرالونه د ننګرهار، کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، غزني، کندهار، میدان وردګ، کونړ او بغلان په ولایتونو کې کشف او تثبیت شوي او په ۱۹۷۰ لسیزه کې د ننګرهار ولایت د اچین کان د افغان او روسي انجینرانو ګډ تخنیکي ټیم په نسبي ډول مطالعه کړ چې زېرمه یې تر ۱۱ میلیون ټنو زیاته تثبیت شوې ده.

د نوموړي په وينا، د تالک د نړیوالې کارونې په اړه، په نړۍ کې د تالک مصرف او  نوعیت وړاندوینې، په نړیوالو بازارونو کې د تالک د ډولونو ونډې، د نړۍ په عمده بازارونو کې د تالک صنعت د عاید د وړاندوینې، په ۲۰۱۶ کال کې د هغې منځنۍ بیې، د نړۍ د عمده تولیدونکو او برترو ونډې، دمصرفوونکو، د تالک کانونو  د موجودیت، په افغانستان کې د هغې د صادراتو او عاید د ارزښت کچې، په افغانستان کې پر تالک د فعالو شرکتونو د ډلبندۍ او پانګونې د حجم او په دې برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د تالک او نورو کانونو د صادراتو او قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

دغه راز شهزاد اریوبي، یما یاري، همایون رسا، محمدحمید طهماسي، خانجان الکوزي، منیژه وافق، جامي زاده، جاوید رسولي او د ولسي جرګې غړي عثماني د تالک د صادراتو د څرنګوالي او حقوقي موضوعګانو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر غني د تالک سکتور په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت د تحلیل او ارزونې له وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په دې برخه کې هراړخیزه او جامع تحلیل شوی او یوې واضح ارزونې ته اړتیا ده، ترڅو ومومو چې په نورو ولایتونو کې څومره تالک شته او څه ډول استخراج شي.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې دې یو حقوقي ګروپ کار وکړي، ترڅو په دې برخه کې حقوقي معیارونه او مسوولیتونه په نظر کې ونیول شي.

ولسمشر وویل، په ۱۳۹۷ کال کې د اقتصادي پروژو امنیت زموږ د امنیتي پلان برخه ده او تالک د ارزښمنتو کانونو له ډلې څخه دی او باید د کوچنیو کانونو له لېست څخه ووېستل شي.

ده څرګنده کړه : ((  موږ د هند او چین هېوادونو سره د مذاکرې په حال کې یوو چې د قېمتي شیانو او کانونو لپاره بازار موندنه وکړو. د برېښنا، سړک او شیخ مصري صنعتي پارک د امنیت پر ټینګښت دې کار وشي، ترڅو دا ښارګوټی  په یو نمونه یي ښارګوټي بدل شي. ))

غونډې له هراړخېزه بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د کانونو وزارت له لوري باید دلایل واضح شي او د موضوع په اړه دې یو حقوقي پلاوی کار وکړي، دغه راز دې امنیتي وضعیت طبقه بندي شي، ترڅو وکولی شو د یادې ارزونې په رڼا کې وروستۍ پرېکړې وکړو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement