د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې ٥٠ مخابراتي انتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

په ننګرهار کې ٥٠ مخابراتي انتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

Dec 31, 2017 - 16:46

جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦) : د ننګرهار د مخابراتو رياست وايي چې په دغه ولايت کې د  ټيلېفوني شبکو ٥٠ مخابراتي انتونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي.

دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  رييس عبدالرزاق ثاقب د مرغومي په ١٠مه، د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست په تېر مالي کال کې ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه او د دولت خزانې ته یې سپارلي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریيس  وويل چې په دغه ولایت کې د بېلا بېلو خصوصي مخابراتي شرکتونو ۳۶۰ ټيلېفوني انتنونه فعال دي،چې تېر کال یې درې د مخالفینو له لوري تخریب شوي او پنځوس نور  له امنیتي ننګونو سره مخ دي.

د هغه په وينا، تېر کال يې د پُستې له لارې شاوخوا ۷۲ زره رسمي مکتوبونه بېلا بېلو ادارو ته تسلیم کړي او هم يې شاوخوا پنځلس زره غیر راجستر شوي سیم کارتونه له بازار څخه ټول کړی دي.

ثاقب وايي،  په دغه ولايت کې ۱۳ مرکزي او ۴ محلي تلوېزیونونه په عادي انتنونو خپل نشرات کوي او هم ٣٠ اېم ايف راډیوګانې فعالیت کوي  چې د جوازونو د قرضدارۍ په تړاو يې په خپل وخت مرکز سره رسمي معلومات شریک کړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رييس په خپله اداره کې د امکاناتو نشتوالى د کار پر وړاندې ستر خنډ وباله .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement