ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې معوبینو اعتراضي غونډه وکړه

کابل کې معوبینو اعتراضي غونډه وکړه

author avatar
31 Dec 2017 - 15:36
کابل کې معوبینو اعتراضي غونډه وکړه
author avatar
31 Dec 2017 - 15:36

کابل (پژواک، ۱٠ مرغومی ۹۶): لسګونو معيوبينو دا چې د کابل ښاروالۍ يې غرفې لرې کړې دي، د ملي شورا مخې ته راټول شوي وو او ويل يې چې د ملي شورا استازي دې د دوی غږ واوري او له حقوقو يې دې دفاع وکړي.

هغوی چې د ملي شورا دروازه يې تړلې وه، ويل که چېرې غوښتنې يې ونه منل شي نو د ملي شورا مخې ته به د تحصن خېمې ودروي، څو غوښتنې يې ومنل شي.

ياد کسان ادعا کوي چې د کابل ښاروالۍ پرته له دې چې دوی خبر کړي، غرفې او کپې يې ور ړنګې کړې او مالونه يې له منځه وړي دي.

يوه اعتراض کوونکي شاه ولي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ په دې موخه د ملي شورا مخې ته راغلي يو چې د خپلو مالونه پوښتنه وکړو؛ ځکه زموږ په هره غرفه کې د يو اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو مال وو چې له منځه وړل شوي."

بل اعتراض کوونکي عبدالرقيب وايي، دغه غرفې د کابل ښاروالۍ له خوا معيوبينو ته وېشل شوې وې، څو خپلو کورنیو ته يوه "مړۍ ډوډۍ" پيدا کړي.

نوموړي وويل: "موږ معيوبين څه وکړو، نور کار خو موږ نه شو کولای، بېوزله يو، له بېوزله چې روزي واخلې، نو ژوند دې ورنه واخيست، موږ څه وکړو."

دی وايي، دوی د ملت کور ته راغلي، که چېرې د ملت کور يې غم ونه خوري؛ نو دوی به په خپله له خپل حقه دفاع وکړي.

خو د کابل ښاروال د دفتر مشر عبدالواحد ژيان له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د اعتراض کوونکو دغه ادعا چې د دوی له خبرتيا پرته دغه کار شوی او يا هم مالونه يې له منځه وړل شوي، ردوي او يوه بېځايه ادعا يې بولي.

هغه زياتوي، ملي امنيت شورا پرېکړه کړې چې د کابل په ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه بايد پر عمومي سړکونو لګول شوې خپلسرې غرفې دې لرې کړي شي او د همدې پرېکړې له مخې يې تېره شپه يو شمېرغرفې لرې کړې دي.

دی وايي، په دې اړه د معيوبينو او غرفه لرونکو له استازو سره خبرې شوې او د هغو تر هوکړې وروسته دغه کار شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.