جلال اباد(پژواک،۱۱مرغومی۹۶): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې لاهم په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله د ۱۲ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلې دي؛ خو زياتوي چې زده کوونکو ته يې په نورو ښوونځيو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې رياست سرپرست سيد عيسی سادات د مرغومي په ١١مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې په دې ولايت کې ۹۰۳ ښوونځي موجود دي، چې له دې شمېرې څخه ۱۲ د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
د پوهنې سرپرست رييس وايي، ننګرهار کې دغه راز ۸۴ د ديني زده کړو مرکزونه، ۱۷ د ښوونکو د روزنې مرکزونه، ۲۲ د مسلکي زده کړو ځايونه او ۱۳۳ خصوصي ښوونځي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونځيو شاوخوا پنځوس سلنه يې ودانۍ او يا هم د احاطې ديوالونه نه لري، چې د جوړېدو لپاره يې کلونو ته اړتيا ده.
سادات وويل: ((موږ ته هر کال د لسو ښوونځيو د جوړېدو بوديجه راکول کېږي؛ نو په دې اساس ټولو ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدل کلونه وخت غواړي. سږ کال مو هم لس ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې دي.))
نوموړي ننګرهار کې د تړل شويو ښوونځيو په تړاو وويل، چې په ګوشتې، هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو کې د دوولسو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي؛ خو زده کوونکو ته په نورو سيمو کې د زده کړو زمينه برابره شوې ده.
د پوهنې سرپرست رييس وايي چې په ننګرهار کې څه باندې شل زره ښوونکي دي خو د مسلکې ښوونکو ستونزه اوس هم موجوده ده.
هغه زياته کړه، چې د دغې ستونزې د حل لپاره هم هلې ځلې روانې دي او دا کال يې هم ۴۸ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.
د پوهنې رياست دغه مسوول په ولسواليو کې له ښوونځیو د وسله والو د نظارت او تعليمي نصاب کې د لاسوهنې په تړاو وويل: ((په دې تړاو زه کره معلومات نه لرم؛ خو د ځينو ولسواليو پوهنې مديرانو راته راپور راکړی، چې وسله والو ترې غوښتي، چې په نصاب کې ديني مضامين زيات کړي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې رياست سرپرست په ښوونځيو کې د ښوونکو له خوا د زده کوونکو د وهلو په تړاو وويل، چې دغه موضوع تر ډېره مهار شوې او هغه ښوونکي چې دا سرغړونه وکړي، قانوني چلند ورسره کېږي.
د يادولو ده، چې د ننګرهار د پوهنې رياست له تېرو پنځو مياشتو راهيسې په داسې حال کې د سرپرست رييس له خوا اداره کيږي، چې ورته د سي بي ار له لارې رييس ټاکل شوی؛ خو لا يې دنده نه ده پيل کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن