ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا ولسمشر : پاکستان د مرستو په بدل کې موږ سره چل او فريب کړى

د امريکا ولسمشر : پاکستان د مرستو په بدل کې موږ سره چل او فريب کړى

author avatar
1 Jan 2018 - 19:24
د امريکا ولسمشر : پاکستان د مرستو په بدل کې موږ سره چل او فريب کړى
author avatar
1 Jan 2018 - 19:24

کابل (پژواک، ۱۱مرغومی۹۶): د امريکا ولسمشر د نوي زېږديز کال په مناسبت په خپل نوي پيغام کې پاکستان ته توند خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې نور د پاکستان دروغ او دوکه د زغم وړ نه دي.

ډونالډ ټرمپ د نوي (۲۰۱۸) زېږديز کال په مناسبت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: "امريکا په بې عقلۍ سره په وروستيو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ميليارډ ډالر ورکړي او پاکستان يې په بدل کې موږ ته له دروغو او دوکې پرته نور څه نه دي راکړي، پاکستانيانو زموږ رهبران احمق ګڼي."

ده زياته کړې ده: "پاکستان هغو ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکوي چې موږ يې په افغانستان کې په لټه کې يو، نور بس ده. "

دا پاکستان ته د امريکا د و لسمشر له خبرداريو ډک وروستی پيغام دی. ټرمپ څلور مياشتې پخوا د افغانستان په اړه د خپل هېواد نوې ستراتيژۍ اعلان کړه او ويې ويل چې د طالبانو په ګډون له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ د ختمولو لپاره پر دغه هېواد پوځي او سياسي فشارونه ډېرېږي او په ورته وخت کې به طالبان هم تر بريد لاندې ونيول شي.

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د امريکا  له ستراتيژۍ سره مخالفت کړی او هغه يې رغنده نه ده بللې، خو افغان حکومت ويلي چې په يادې ستراتيژۍ سره په افغانستان کې غير دايمي بې ثباتي  له منځه تللې ده، خو د امريکا ژمنې د افغانستان د کشالې د سياسي حل لپاره هم مهمې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.