کابل(پژواک،۱۱مرغومی۹۶): د کورنيو چارو وزارت پر کار کوونکو د يوې چاودنې مخه ونيول شوه او په يوه بله پېښه کې د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د وسله والې نښتې له امله يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وويل چې ددغه وزارت د کار کوونکو د سپرلۍ پر موټر مقناطسي ماين نښلول شوی و چې نن له غرمې مخکې شنډ کړای شو.
هغه زياته کړه چې دغه موټر کورنيو چارو وزارت ته د ننوتلو پرمهال ددغه وزارت په قرارګاه کې وپېژندل شو او پورې نښلول شوى ماين شنډ کړای شو.
د هغه په وينا، تر اوسه ددې قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
له بلې خوا د کابل ښار د ۱۱مې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې پنجصد فاميليو په سيمه کې د يوې وسله والې نښتې له امله يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.
دغه نښته تېره شپه هغه مهال پيل شوه چې د ۳۱۵فاميليو فرعي کوڅه کې د دوو موټر چلوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.
د محب بهروز په نامه د نښتې د يوه لوري يوتن خپلوان وويل:" په موټر کې ناست وم او له جلال اباد څخه مېلمانه راغلي وو او د ترور زوی مې له موټر څخه ښکته شو څو له دوکان څخه سودا واخلي او په همدې وخت کې زما د موټر شاته يو موټر ودرېد او ښکنځل يې وکړل چې ولې دې لاره بنده کړې ده."
هغه وويل چې له ښکنځلو وروسته وسله وال کسان راښکته شول او د ترور زوی يې چې په همدې شيبه کې له موټر څخه ښکته شوی و، وډباوه او ورپسې نښته رامنځ ته شوه.
هغه وويل:" په همدې نښته کې يوه کس چې د ملي امنيت جامې يې پرتن وې او وسله هم ورسره وه، د ترور پر خاوند مې ډزې وکړې چې له امله يې زما د ترور خاوند ووژل شول او ځوان زوی يې پر پښه ټپي شو. "
هغه وويل چې تر اوسه د يوولسمې حوزې پوليسو ددغې پېښې اصلي عاملين نه دي نيولي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي دغه موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې دغه پېښه امنيت ملي تعقيبوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن