ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت پر کار کوونکو د چاودنې مخه ونيول شوه

د کورنيو چارو وزارت پر کار کوونکو د چاودنې مخه ونيول شوه

author avatar
1 Jan 2018 - 18:12
د کورنيو چارو وزارت پر کار کوونکو د چاودنې مخه ونيول شوه
author avatar
1 Jan 2018 - 18:12

کابل(پژواک،۱۱مرغومی۹۶): د کورنيو چارو وزارت پر کار کوونکو د يوې چاودنې مخه ونيول شوه او په يوه بله پېښه کې د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د وسله والې نښتې له امله يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وويل چې ددغه وزارت د کار کوونکو د سپرلۍ پر موټر مقناطسي ماين نښلول شوی و چې نن له غرمې مخکې  شنډ کړای شو.

هغه زياته کړه چې دغه موټر  کورنيو چارو وزارت ته د ننوتلو پرمهال ددغه وزارت په قرارګاه کې وپېژندل  شو او پورې نښلول شوى ماين  شنډ کړای شو.

د هغه په وينا، تر اوسه ددې قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

له بلې خوا د کابل ښار د ۱۱مې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې پنجصد فاميليو په سيمه کې د يوې وسله والې نښتې له امله يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.

 دغه نښته تېره شپه هغه مهال پيل شوه چې د ۳۱۵فاميليو فرعي کوڅه کې د دوو موټر چلوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

د محب بهروز په نامه د نښتې د يوه لوري يوتن خپلوان وويل:"  په موټر کې ناست وم او له جلال اباد څخه مېلمانه راغلي وو او د ترور زوی مې له موټر څخه ښکته شو څو له دوکان څخه سودا واخلي او په همدې وخت کې زما د موټر شاته يو موټر ودرېد او ښکنځل يې وکړل چې ولې دې لاره بنده کړې ده."

هغه وويل چې له ښکنځلو وروسته وسله وال کسان راښکته شول او د ترور زوی يې چې په همدې شيبه کې له موټر څخه ښکته شوی و، وډباوه او ورپسې نښته رامنځ ته شوه.

هغه وويل:" په همدې نښته کې يوه کس چې د ملي امنيت جامې يې پرتن وې او وسله هم ورسره وه، د ترور پر خاوند مې ډزې وکړې چې له امله يې زما د ترور خاوند ووژل شول او ځوان زوی يې پر پښه ټپي شو. "

هغه وويل چې تر اوسه د يوولسمې حوزې پوليسو ددغې پېښې اصلي عاملين نه دي نيولي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي دغه موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې دغه پېښه امنيت ملي تعقيبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.