ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې چاودنې د یوه قوماندان په ګډون پنځه سیمه ییز پولیس وژلي

لوګر کې چاودنې د یوه قوماندان په ګډون پنځه سیمه ییز پولیس وژلي

author avatar
1 Jan 2018 - 10:53
لوګر کې چاودنې د یوه قوماندان په ګډون پنځه سیمه ییز پولیس وژلي
author avatar
1 Jan 2018 - 10:53

پل علم (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۶): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوه قوماندان په ګډون پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د محمد اغې ولسوالۍ په غونډۍ کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د قوماندان فقيراحمد په ګډون پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده وويل چې دغه ريموټ کنټرول ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

خو د غونډۍ کلي یوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

هغه زياتوي: ((پر دې لاره هميشه پوليس تلل او راتلل نو ځکه طالبانو ورته ماين خښ کړى و، خو کله چې ماين چاودنه وکړه، تر ډېره وخته نور امنيتي ځواکونه سيمې ته نه وو راغلي.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

ده وويل چې په یاده چاودنه کې د قوماندان فقير په  ګډون شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ ميله وسلې يې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.