ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هسکې مېنه کې ٦٠ داعش وسله وال وژل شوي

په هسکې مېنه کې ٦٠ داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
1 Jan 2018 - 20:15
په هسکې مېنه کې ٦٠ داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
1 Jan 2018 - 20:15

جلال اباد (پژواک ١١ مرغومى ٩٦): د ننګرهار مسوولين وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې شپېته داعش وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه د هسکې مېنې په ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سيمو کې، نن د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي، چې ٦٠ داعش وسله وال په کې وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، د دې عملياتو پرمهال يو ملکي وګړى هم وژل شوى او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ١٣ نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، داعشيانو تل د ملکي وګړو له کورونو څخه د سنګر په توګه استفاده کړې، نو ځکه يې له امله ملکي وګړو ته هم د عملياتو پرمهال مرګ ژوبله اوړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال بيا وايي، چې له دې بريدونو څخه دوى ته يو جسد او ١٤ ټپيان چې ټول عام وګړي دي، ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.