ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د نا مسوولو وسله والو يوه قوماندان واورين پړانګ ښکار کړى

بدخشان کې د نا مسوولو وسله والو يوه قوماندان واورين پړانګ ښکار کړى

author avatar
2 Jan 2018 - 15:52
بدخشان کې د نا مسوولو وسله والو يوه قوماندان واورين پړانګ ښکار کړى
author avatar
2 Jan 2018 - 15:52

فيض اباد (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت يوه نا مسوول وسله وال قوماندان د ياد ولايت په زيباک ولسوالۍ کې يو کم پيدا واورين پړانګ په غير قانوني ډول ښکار کړى دى.

د بدخشان د اوبو لګولو، کرنې او مالدارۍ مشر محمد علم عالمي وويل چې دا ډول واورين پړانګ د بدخشان په پامير کې له کم پيدا حيواناتو بلل کېږي چې د دولت له لوري يې ښکار منع دى.

سرچينې زياته کړه، دغه پړانګ هغه مهال ښکار شوى چې د سيمې د يوه اوسېدونکي د څارويو ساتلو ځاى ته داخل شوى او بيا يې لس څاروي له منځه وړي او په هغه ځاى کې بند پاتې شوى چې بيا د سيمې د يوه اوسېدونکي له لوري چې سيمه ييز قوماندان دى؛ د کلاشينکوف په وسيله ښکار کړى دى.

د بدخشان د چاپېريال ساتنې ادارې مشر غلام نبي سرفراز وويل چې ياد پړانګ يوه شپه وړاندې هم د زيباک ولسوالۍ په مرکز اسيک سيمه کې د څارويو ساتلو يوه ځاى ته داخل شوى و او هلته يې هم ٦٠ څاروي وژلي او ټپيان کړي وو.

هغه زياته کړه: "موږ دغه موضوع د تعقيب په موخه زيباک کې له سيمه ييزو چارواکو سره مطرح کړه، څو د ياد پړانګ د ښکار په اړه څېړنه وکړي."

د بدخشان د چاپېريال ساتنې ادارې مشر وويل چې دغه موضوع يې په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو له رياست او چاپېريال ساتنې ادارې سره هم شريکه کړې ده.

د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري وويل، والي د زيباک سيمه ييزو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دغه موضوع له خپلو جزئياتو سره يو ځاى وڅېړي او د څېړنو پايلې د بدخشان له ولايت سره شريکې کړي.

د زيباک ولسوالۍ ادارې سرپرست محمد اصف وويل چې دغه پړانګ په درې پرله پسې شپو کې د خلکو له ٨٠ زيات څاروي داړلي او يا له منځه وړي نو د سيمې خلکو پر دوى د بريد له ډاره ياد پړانګ وژلى دى.

د بدخشان د پوليسو مطبوعاتي مسوول ثناءالله روحاني وايي، ياد کس چې دغه پړانګ يې ښکار کړى؛ غير مسوول وسله وال قوماندان دى او له نوموړي په شوو څېړنو کې راغلي چې ياد پړانګ د هغه ١٢ څاروي له منځه وړي چې په پايله کې ياد کار ته اړ شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.