ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلې پرېمانه اوبه او پردۍ برېښنا

خپلې پرېمانه اوبه او پردۍ برېښنا

author avatar
2 Jan 2018 - 12:09
خپلې پرېمانه اوبه او پردۍ برېښنا
author avatar
2 Jan 2018 - 12:09

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي مرکز

نېټه: ۱۳۹۶/۱۰/۱۲

د برېښنا رياست مسوولينو تېره ورځ رسنيو ته ويلي دي، چې ترکمنستان هيواد له هغه وروسته وارداتي برېښنا پرې کړه، چې په وينا يې د برېښنا ریاست له مسوولينو سره هوکړې ته ونه رسېدل.

ترکمنستان هيواد وارداتي برېښنا هرات، فاریاب، سرپل او جوزجان ولايتونه څراغان کړي و.

زموږ ګران هيواد چې د اوبو پرېمانه ذخيرې لري، يو شمېر سرشاره سیندونو اوبه لا اوس هم ګاونډيو هيوادونو ته بې له کوم امتياز څخه بهيږي، خو افغان دولت په تېرو پنځلسو کلونو کې پردې ونه توانيد، چې د برېښنا ستونزه په کور دننه هواره کړي، ددې پرځای چې پر خپلو سیندونو برښناکوټونه جوړ شو او د برېښنا د توليد ظرفيت ولري، خو افغان دولت په وارداتي برېښنا تکيه وکړه، چې دا مهال د منځنۍ اسیا له يو شمېر هيوادونو څخه برېښنا پېري.

افغانستان چې دا مهال نهه څلوېښت ميليارده متره مکعب اوبه لري، افغانستان د همدې پرېمانو اوبو په شتون کې بیا هم د يوه فقير په څېر له ګاونډيو هيوادونو برېښنا پېري، چې په دې سره په افغانستان کې په اساسي او بنسټيزو پروژو تکيه کمه شوې ده.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز په افغان دولت غږ کوي، چې پر ګاونډيانو تکيه کمه کړي او په هيواد کې دننه دې د برېښنا د توليد ظرفيت لوړ کړي، تر څو له يوه لوري وزګارو افغانانو ته د کار زمینه برابره او له بله لوري په خپل ځان متکي او بسیا شو، که ګاونډي هيوادونه د وارداتي برېښنا په بدل کې له موږ څخه هيڅ امتياز هم تر لاسه نه کړي، خو بیا مو هم د زموږ د پرمختګ ټولې کونجيانې د هغوی په لاس کې دي، نو اړينه ده ، چې افغان دولت په خصوصي او سکتوري شرکتونو ماليه لوړه او له هغوی څخه په تر لاسه شویو پيسو دې د برېښنا غم وخوړل شي، تر څو ګران هيواد د صنعت په برخه کې پرمختګ وکړي او زموږ له کاره لوېدلې فابريکې يو ځل بیا فعالې شي، چې نه يواځې د بل هيواد برېښنا ته به اړ نه یوو، بلکې له ډېرو نورو احتياجونو او اړتياوو څخه به هم خلاصون ومومو. 

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.