کابل (پژواک،۱۲مرغومی۹۶): د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، د ولسمشر د بوختياوو له امله د تذکرو د وېش لړۍ ځنډېدلې ده.
د دغې ادارې مشر همايون محتاط وويل، ادارې يې د تذکرو د وېشلو لپاره چمتووالی در لود، خو د ولسمشر د تشريفاتو څانګې ويلي چې په روانه اونۍ کې ولسمشر ډېر مصروفه دی او د برېښنايي تذکرو د وېش د پيلېدو لپاره به په راتلونکو اونيو کې يوه ورځ وټاکل شي.
خو د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وايي، د تقنني فرمان په اړه د ملي شورا د ګډې کمېټې د پرېکړې د مشروعيت په اړه خبرې شته او د ملي شورا يو شمېر غړي پرې نيوکې لري.
هغه وايي:" موږ بايد د دې کار لپاره فرصت ورکړو چې ليدلوري او نظرونه مطرح شي او د قانوني مراحلو له نهايي کېدو وروسته دې وروستۍ پرېکړه وشي."
دا په داسې حال کې ده چې د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې (د جدي ١٢مه، نن سه شنبه) د يادو شويو تذکرو د وېشلو لپاره ټاکلې وه چې اوس د څو ورځو لپاره ځنډول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن