فراه ښار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦) : د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په يوه بردي کې ووژل شو.
د فراه دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام هغه وخت رامنځ ته شوه، چې قوماندان ابراهيم غوښتل د پشت رود ولسوالۍ له امنيتي پوستو څخه ليدنه وکړي.
هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندان پر لاره د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو او په بريد کې هغه ووژل شو او دوه ساتونکي يې ټپي شوي دي.
د فراه د ولايت مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امنيه قوماندان لومړى سخت ټپي شوى و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
طالبانو هم د پيښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن