ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د غوريان مالګې کان د راسپړلو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک شو

د هرات د غوريان مالګې کان د راسپړلو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک شو

author avatar
2 Jan 2018 - 19:33
د هرات د غوريان مالګې کان د راسپړلو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک شو
author avatar
2 Jan 2018 - 19:33

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د کانونو او پټروليم وزارت د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د رسوبي مالګې راسپړلو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک کړى، چې تمه ده دوه زره کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان، نن په کابل کې د ياد کان د قرارداد د لاسليک پر مهال وويل، ټاکل شوې چې د هرات ولايت د رسوبي مالګې له کان څخه ٢٥ زره ټنه مالګه ترلاسه شي.

هغې زياته کړه، دغه شرکت به د هر ټن مالګې په راسپړلو سره دولت ته ١٠٦٥ حق الامتياز ورکوي، چې هر کال به د کانونو وزارت لپاره ٢٦ ميليون افغانۍ عوايد ترې راځي.

د نوموړې په وينا، ياد شرکت ورته مهال ژمنه کړې چې هر کال به د ځمکې د کرايې له اړخه د کانونو وزارت ته ١٢٠ زره افغانۍ کرايه هم ورکوي.

نوموړې دغه راز زياته کړه، ياد شرکت ژمنه کړې چې د مالګې په ياد کان کې به ٤٠٠ زره امريکايي ډالره پانګه کوي او له لارې به يې دوه زره افغانانو ته کار زمينه برابره شي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې وويل: "موږ د دغه وزارت په نوي قرارداد کې يو شرط ځاى پر ځاى کړى، چې هېڅکله به هم حق الامتياز (روياليتي) راټيټ نه کړو او که چېرې شرکت پر موږ فشار راوړي او د دې غوښتنه کوي چې د روياليټي بيه راټيټه کړو؛ قرارداد به له منځه وړو."

هغې هيله څرګنده کړه، څو ياد شرکت د مالګې کان د راسپړلو په برخه کې خپل کارونه په ښه او غوره توګه ترسره کړي.

د هغې په وينا، د کانونو او پټروليم وزارت په پام کې لري، څو په ٢٠١٨ زېږديز کال کې له شرکتونو سره د کانونو ځينې قراردادونه لاسليک کړي.

د ناصر امېد د مالګې د راسپړلو شرکت استازي بصيراحمد وويل، ياد شرکت هوډ لري چې د غوريان ولسوالۍ د رسوبي مالګې کان د راسپړلو کار د قانون په چوکاټ کې په روڼ او ځواب ويونکي بڼه ترسره کړي.

د ويلو ده، چې د هېواد د اقتصاد عالي شورا د روان کال په وږي مياشت کې د غوريان ولسوالۍ د رسوبي مالګې کان داوطلبۍ ته وړاندې کړى و، چې له دوه دورې داوطلبۍ وروسته په پايله کې د ناصر امېد د مالګې راسپړلو شرکت ګټونکى اعلان شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.