ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”  د ټرامپ نوې څرګندونې پر پاکستان د جدي او عملي فشار پيل دی”

” د ټرامپ نوې څرګندونې پر پاکستان د جدي او عملي فشار پيل دی”

author avatar
2 Jan 2018 - 17:41
”  د ټرامپ نوې څرګندونې پر پاکستان د جدي او عملي فشار پيل دی”
author avatar
2 Jan 2018 - 17:41

کابل(پژواک،۱۲مرغومی۹۶): مشرانو جرګې د پاکستان په اړه د امريکا د ولسمشر د نويو څرګندونو هرکلی کړی، هغه يې مثبته لاسته راوړنه وبلله او د ټرمپ د خبرو د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ميلادي کال د نوي کېدو په مناسبت پيغام چې په خپله ټويټر پاڼه کې يې ليکلى ويلي:" امريکا په وروستيو ۱۵کلونو کې پاکستان ته په احمقانه ډول ۳۳ميليارده ډالر ورکړي او په بدل کې يې پاکستان موږ ته له دوکې او دروغو پرته بل څه نه دي راکړي، پاکستانيان زموږ مشران احمقان ګڼي."

د امريکا ولسمشر زياته کړې:" پاکستان هغو ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکوي چې موږ يې په افغانستان کې په لټه کې يوو، نور بس ده. "

دا پاکستان ته د امريکا د ولسمشر  ډېر  جدي  پيغام او خبردارى  دی.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د يادې شوې موضوع په اړه بحث وشو.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د ټرمپ پيغام ته په اشارې سره وويل چې افغانان ددې پيغام له امله خوشحاله شوي او د امريکا حکومت بايد د پاکستان په اړه خپل دې سياست ته دوام ورکړي او خپلې خبرې دې عملي کړي.

د يادې شوې جرګې بلې غړې انار کلي هنريار، د امريکا د ولسمشر دريځ د افغانانو حقه غوښتنه وبلله او ويې ويل چې پاکستان د ترهګرو او ترهګرو ډلو ملاتړی دی او  په دغه هېواد کې روزنه ورکوي.

د مشرانو جرګې غړي مولوي محی الدين منصف وويل:" ټرمپ پوهېږي چې پاکستان رښتينی نه دی، بايد د امريکايانو خبرې او عمل يو شان شي، له دې پرته پر خبرو ستونزه نه حل کېږي. "

د مشرانو جرګې غړې ليلما احمدي وويل:" د ټرمپ څرګندونو د افغانانو پر خبرو د تاييد ټاپه ووهله او د امريکا ولسمشر دې پر خپلو خبرو عمل وکړي."

د مشرانو جرګې بلې غړې نجيبې حسيني وويل:" د ټرمپ خبرې د امريکا د حکومت موقف نه دی، موږ تمه لرو چې دغه پيغامونه د امريکا د حکومت د موقف په توګه اعلان او تطبيق شي."

په ورته وخت کې، د مشرانو جرګې بل غړي جمعه الدين ګيانوال  وويل:" زه ځکه له دغه پيغام څخه هرکلی نه کوم، چې دوی تل په خپلو خبرو کې دروغ او دوکه کړې ده او زه به تر هغه له دغو خبرو څخه هر کلی ونه کړم  چې ددوی خبرې په عمل کې پلې شوې نه وي."

هغه زياته کړه چې د امريکا حکومت او  ولسمشر بايد خپلې غوښتنې ثابتې کړي او د پاکستان په خاوره کې دې د عراق او سوريې په شان د ترهګرو ځالې او مرکزونه عملأ په نښه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.