کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر افغان مشرانو او چارواکو د پاکستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ستايلې او هرکلى يې کړى دى.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د نوي زېږديز کال په مناسبت په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په خپل پيغام کې ليکلي وو: ((په تېرو ١٥ کلونو کې امريکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ٣٣ ميليارده ډالره ډېرې مرستې ورکړې خو پاکستان موږ ته پرته له دروغو او تېر ايستلو بل څه نه دي راکړي، زموږ پر پخوانيو مشرانو يې د احمقانو فکر کړى.))
ټرمپ زياته کړې وه چې پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه او خوندي ځالې ورکړې دي چې له امله يې امريکا او متحدين په افغانستان کې ښکار کېږي، نور به داسې نه کېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرغومي په ١٢مه په خپل يوه پيغام کې د امريکا د ولسمشر د یادو څرګندونو هرکلى کړى دى.
هغه زياته کړې، د ټرمپ دغه څرګندونې د افغانانو د هغه پنځلس کلن دريځ تاييد دی چې ويل يې ترهګر او د هغوى ځالې د افغانانو په کليو او بانډو کې نه، بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمبارۍ له ترهګرۍ سره مبارزه نه، بلکې له افغانانو سره زياتی دی.
د کرزي په وينا، دا هغه څه دي چې افغانانو په تېرو پنځلسو کلونو کې په وار وار پرې ټينګار کړی، خو هېڅکله ورته پاملرنه ونه شوه.
پخواني ولسمشر ويلي: ((وړاندیز مو دا دی چې په افغانستان کې روانه جګړه بنده شي او د سيمې له نورو هېوادونو سره په همکارۍ د پاکستان پر نظامي حکامو داسې فشار راوړل شي چې پايله يې په افغانستان او سيمه کې سوله شي.))
په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب هم د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو هرکلى کړى دى.
هغه زياته کړې: ((د امريکا ولسمشر څرګندونې افغانانو ته ځکه هيله بښونکې دي چې د تېرو څو کلونو لپاره له هغو ترهګرو ځورېږي چې په پاکستان کې مېشت دي.))
د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح په ټويټر کې د ټرمپ د څرګندونو په اړه ليکلي چې هغه د لومړي ځل لپاره له حقيقته داسې ډکه خبره کړې ده چې افغانانو له تېرو څو کلونو راهيسې کوله.
هغه پاکستان ته په خطاب کې ويلي: ((ټرمپ افغان يا هندوستانى نه دى، نه د دغو هېوادونو د استخباراتو سړى دى، هغه د امريکا ولسمشر دی او اوس يې دا درک کړې چې پاکستان د ترهګرو ملاتړى هېواد دى.))
پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالرحمن نيازي ويلي، چې امريکا دې پرېږدي چې افغانان خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي او زياته کړې، چې دافغان شخړې هوارى دامريکايي ځواکونو په وتلو کې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن