کندهار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۶): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د نا مسووله وسله والو په برید کې یو قومي مشر وژل شوی دی.
دغه قومي مشر حاجي نصرالله اڅکزی نومېده او د دې ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړی هم و.
که څه هم د کندهار او د یادې ولسوالۍ امنیتي چارواکي په دې اړه معلومات نه ورکوي، خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته دغه پېښه تايید کړه.
یادې سرچینې وویل، د سپین بولدک دغه قومي مشر او د ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړی نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د دې ولسوالۍ په نوي کلي کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، له پېښې وروسته برید کوونکي تښتېدلي دي.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت هم پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې وژل شوي کس کومه حکومتي دنده نه لرله.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن