زرنج (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د نيمروز چارواکي وايي، د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او ٥٨ نور ټپيان شوي دي.
د دلارام ولسوال نجيب الله حيات، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر په دلارام ولسوالۍ کې د ٣٠٣ مسافر وړونکي او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر له امله د ٣٠٣ ډوله موټر د چلوونکي، يوې ښځې او سړي په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړى او د ماشومانو او ښځو په ګډون ٥٠ کسان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، د پېښې سخت ټپيان د هلمند د شورابک دولتي کلينيکونو ته لېږدول شوي دي.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول غلام محمد عمري بيا وويل: "مسافر وړونکى موټر له کابل نيمروز ولايت ته پر لاره و چې د ډېر ګړنديتوب له امله په دلارام ولسوالۍ کې له يوه موټرسايکل سره جنګېدلى، چې هغه وروسته له يوه بار وړونکي ټېلر موټر چې په سرک کې ولاړ و؛ ټکر کړى دى."
نوموړي د يادې پېښې د ټپيان شمېر ٥٨ کسان وښود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن