ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان ولايت کې يوه کس خپل پلار وژلى

په جوزجان ولايت کې يوه کس خپل پلار وژلى

author avatar
2 Jan 2018 - 14:42
په جوزجان ولايت کې يوه کس خپل پلار وژلى
author avatar
2 Jan 2018 - 14:42

شبرغان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په شبرغان ښار کې يوه ځوان زوى خپل پلار پر خپلې خور د جنسي تېري په تور وژلى دى.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وويل: ((تېره شپه دغه ځوان راته ټيلېفون وکړ او ویې ويل: ((له جنايي جرمونو سره د مبارزې ډله زموږ کور ته چې اتفاق جومات ته نږدې دى، راولېږه، ما دې ونيسي، خپل پلار مې وژلى دى.))

هغه زياته کړه چې د جنايي مديريت ډله د قضيې د څېړنې په موخه د پېښې ځاى ته استول شوې او د دغه ځوان د پلار مړى يې روغتون ته لېږدولى او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

جوزجاني وويل: ((کله مو چې له دغه هلک نه د دغه کار د لامل په اړه وپوښتل؟ راته ويې ويل: ((پلار مې پر خور جنسي تېرى وکړ او ما هم وواژه.))

د جوزجان امنيه قوماندان وويل چې اوسمهال د قضيې په اړه څېړنې کېږي او لا هم له وخت وړاندې ده چې د موضوع په اړه کره معلومات ورکړي.

دا  په داسې حال کې ده چې د شبرغان ولايتي روغتون مشر ډاکتر منصور ساويز وويل چې تېره شپه پوليسو د يوه ناينه مړى روغتون ته ور وړى او له طبي کتنو وروسته څرګنده شوه چې د سر په برخه کې ټپي شوى او له امله يې مړى شوى دى.

نوموړي څرګنده کړه چې مړى يې د طبي معايناتو له بشپړېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې شپږ مياشتې وړاندې هم يوه زوى خپله مور د چاکو په ګوزار وژلې او دوې خويندې يې ټپي کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.