ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د پاکستان دوه ګونى چلند نور موږ ته د منلو نه دى

امريکا: د پاکستان دوه ګونى چلند نور موږ ته د منلو نه دى

author avatar
3 Jan 2018 - 11:33
امريکا: د پاکستان دوه ګونى چلند نور موږ ته د منلو نه دى
author avatar
3 Jan 2018 - 11:33

واشنګټن (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په دوه اړخيزو همکاريو کې د پاکستان دوه ګونى چلند نور ورته د منلو وړ نه دى.

د پاکستان او امريکا تر منځ د لفظي جګړې دا ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د سوېلي اسيا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه.

په دې تګلاره کې نوموړي پر پاکستان يو شمېر نيوکې وکړې او د ترهګرو په ملاتړ یې تورن کړى و، خو د نوي کال په مناسبت په خپل يو نوي پيغام کې چې د ټويټر له لارې يې خپور کړى، ولسمشر ټرمپ د پاکستان خلاف تر ټولو سخته او تنده لهجه وکاروله.

هغه په خپل ټويټ کې ليکلي: "په تېرو ۱۵ کلونو کې امريکا په احمقانه ډول له پاکستان سره تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډېرې مرستې کړې دي، خو پاکستان موږ ته پرته له درواغو او خطا ايستلو بل څه نه دي راکړي او زموږ پر مشرانو يې د احمقانو فکر کړی. پاکستان هغو ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې پر موږ بريدونه کوي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نيکي هيلي خبریالانو ته ويلي چې د پاکستان دوه ګونى چلند او لوبه نور امريکا ته د منلو وړ نه ده.

هغې زياته کړې ده چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او له امريکا سره په همکارۍ کې دوکه کړې ده.

مېرمن هيلي ويلي: "پاکستان له کلونو راهيسې دوه مخی سیاست لوبولی، کله يې له موږ سره ګډ کار کړی او په عين وخت کې يې هغو ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکړي او بيا له دغو ځايونو په افغانستان کې زموږ پر ځواکونو بريدونه کوي."

هغې زياته کړې، امريکا د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې له پاکستانه د نورې زياتې همکارۍ تمه لري، ولسمشر ټرمپ غواړي چې پاکستان ته ټولې مرستې تر هغه پورې چې ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکوي او ملاتړ يې کوي، بندې کړي.

بلخوا د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر ويلي، له دې امله له پاکستانه ډېر ناهيلى شوى چې دغه هېواد د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دا کار يې د خپل ولس د ګټو پر ضد دی.

هغه پر پاکستان تور لګولى چې په خپل ملک کې د ترهګرو له ملاتړ سره هغوى د خپلو خلکو ګټو ته زيان رسوي چې د هغه په وینا، دا ډېره د ناهيلۍ خبره ده.

ماسټر زياته کړې: "پاکستان د خپل ولس د ګټو پر ضد کار کوي؛ ځکه چې د ترهګرو پر ضد پرته له کوم توپیر څخه اقدامات نه کوي، طالبانو او د حقاني شبکې غړو ته اډې او پټنځايونه ورکوي. دغو ترهګرو د پاکستان د ځينو سيمو په ګډون له افغانستان څخه دوزخ جوړ کړی دی. "

د امريکا د ولسمشر له یادو څرګندولو وروسته د پاکستان د ملي امنيت شورا غونډه وشوه چې په کې لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړى و او د ولسمشر ټرمپ پر دې څرګندونو يې خپګان څرګند کړى دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.