ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکي ننګرهار کې د سبزۍ د نوي مارکېټ ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ دي

زورواکي ننګرهار کې د سبزۍ د نوي مارکېټ ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ دي

author avatar
3 Jan 2018 - 16:39
زورواکي ننګرهار کې د سبزۍ د نوي مارکېټ ګټې اخیستنې پر وړاندې خنډ دي
author avatar
3 Jan 2018 - 16:39

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۶): ننګرهار کې د سبزۍ د يو نوي جوړ شوي مارکېټ مسوولين وايي چې زورواکو او مافيايي کړيو يې د فعاليت مخه نيولې ده.

د درېيو ميليونه ډالرو په پانګونه او پر شل جریبه جوړ شوی دغه ستر مارکېټ يو کال وړاندې ګټې اخيستنې ته چمتو شوی خو تر اوسه فعال شوی نه دی.

د دغه مارکېټ د مسوولينو د معلوماتو له مخې، مارکېټ ۳۰۰ دوکانونه لري او شاوخوا شلو زرو کسانو ته په کې د کار زمينه برابرېدلی شي خو ځينو مافيايي کړيو يې مخه ډپ کړې ده.

محمد علامه د دغه مارکېټ د شريکانو له ډلې دی؛ هغه پژواک اژانس ته وويل چې مارکېټ کال وړاندې تکميل شوی او يو کال يې دولت ته مالیات هم ورکړي، خو لا يې د فعاليت اجازه نه ده ترلاسه کړې.

دی وايي، د ځمکې اسناد، د سبزۍ مارکېټ جوړولو او فعاليت جوازونه په لاس کې لري، خو حکومت يې د ستونزې د حل لپاره هېڅ اقدام نه کوي.

د علامه په وينا، دا د ختيځ په کچه يو لوی مارکېټ دی چې د سبزۍ د مارکېټ ټولې اسانتياوې، سړې خونې او نور لري.

د مارکېټ يو بل قراردادي عزت خان وايي چې له خپلو اسنادو او قراردادونو سره يې ښاروالۍ او ولايت مقام ته په ځلونو مراجعه کړې ده خو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.

دی وايي چې په جلال اباد ښار کې يوه دولتي منډوي موجود ده چې د هغې منډوي ټيکه دار يې مخنيوی کوي او نه پرېږدي چې دغه مارکېټ فعال شي.

قاري ابوذر او نعمت الله هغه کسان دي چې مارکېټ کې يې د دوکانونو د نیولو لپاره کال وړاندې پيسې تحويل کړې دي خو فعالیدو یې لا هم په تمه دی.

دوی غوښتنه وکړه چې دولت دې د دې ستونزې د حل لپاره قانوني چلند وکړي او د زرګونه خلکو د کار پر وړاندې دغه خنډ دې له منځه يوسي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال حکيم الدين عمرخېل هم مني چې ياد مارکيټ په شفاف ډول او د اړتيا له مخې جوړ شوی، خو دا چې ولې تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی وايي، په دې برخه کې يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تازه سبزۍ دغه مارکېټ په شخصي پانګه اچونه د قول اردو په قراردادي ځمکه کې جوړ شوی او هېڅ ستونزه نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.