ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينه ماڼۍ: ډېر ژر به د پاکستان پر وړاندې نور اقدامات اعلان کړو

سپينه ماڼۍ: ډېر ژر به د پاکستان پر وړاندې نور اقدامات اعلان کړو

author avatar
3 Jan 2018 - 12:04
سپينه ماڼۍ: ډېر ژر به د پاکستان پر وړاندې نور اقدامات اعلان کړو
author avatar
3 Jan 2018 - 12:04

واشنګټن (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): سپينې ماڼۍ اعلان کړى چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پاکستان پر وړاندې د نوو اقداماتو اعلان وکړي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سيټندرز په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې له نوو اقداماتو موخه دا ده چې پر پاکستان به فشارونه زيات شي.

هغې زياته کړې، امريکا پر دغه باور ده چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې ډېر اقدامات کولى شي او دوى ترې غواړي چې دغه کار وکړي.

مېرمن سارا ويلي چې په راتلونکو يوې يا دوو ورځو کې به سپينه ماڼۍ د پاکستان پر وړاندې دغه نوي اقدامات اعلان کړي.

بلخوا په واشنګټن کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار وياند راج شاه ويلي، سپينه ماڼۍ دمګړۍ پاکستان ته د ٢٥٠ ميليونه ډالرو له ورکولو سره لېوالتيا نه لري.

هغه زياته کړې، څو پورې چې پاکستان د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان شوې تګلارې ملاتړ او همکاري ونه کړي، له دغه هېواد سره به پوځي مرستې نه کېـږي.

د نوموړي په وينا، ولسمشر ټرمپ پخوا دا خبره په ډاګه کړې وه، څو پورې چې پاکستان د ترهګرو پر ضد سم اقدامات ونه کړي، مرستې به ورسره نه کېږي.

د يادونې ده، تېر کال د امريکا کانګرېس د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان لپاره يو ميليارد ډالر ځانګړي کړي وو.

له دې مخکې د امريکا د دفاع وزارت هم د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې پاکستان ته ځانګړې شوې ٣٥٠ ميليونه ډالر ګرځولي دي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيره مليحه لودهي ويلي چې امريکا دې خپلې تېروتنې او ناکامۍ پر نورو نه اچوي.

د هغې په وينا، که چېرې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان د همکاريو ستاينه نه کېـږي؛ نو دوى به پر خپلو همکاريو له سره غور کوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.