ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملی امنيت د عطا محمد نور د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون وښود

ملی امنيت د عطا محمد نور د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون وښود

author avatar
3 Jan 2018 - 13:59
ملی امنيت د عطا محمد نور د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون وښود
author avatar
3 Jan 2018 - 13:59

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د هېواد د ملي امنيت عمومي رياست د بلخ ولايت د نا امنه کولو په اړه د جمعيت اسلامي ګوند د اجرايي مشر عطا محمد نور تازه څرګندونې "نا مسووله افواهات" بللي دي.

د ملي امنيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې تېره ورځ په مزار شريف کې د يوې غونډې پر مهال يو لړ داسې څرګندونې شوې چې له نا مسوولانه افواهاتو پرته بل څه نه دي. دا ډول څرګندونې له بدله مرغه چې په هېڅ ډول سره د ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغان دولت له پرېکنده مبارزې سره مرسته نه کوي.

سرچينې زياته کړې، د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان ١٥ سړک د مېلمستون په اړه چې اشاره ورته شوې، بايد وويل شي چې ياد مېلسمتون د بلخ د نوي والي صاحب اړوند دى او امنيتي تدابير يې د مهمو افرادو ساتنې رياست له لوري تامين شوي دي.

د ملي امنيت رياست ويلي: ((موږ هيله لرو چې د افغانستان شريف خلک به د موضوع له واقعيت نه خبر شي او د هغو بې بڼسټه ادعاوو پر بنسټ مخې ته ولاړ نه شي چې د ملي اقتدار ممثلو ارګانونو تصوير ته زيان اړوي.))

دا په داسې حال کې ده چې نور تېره ورځ ويلي وو چې د افغانستان ملي امنيت او د ملي امنيت شورا د بلخ ولايت د نا امن کولو لپاره افرادو ته وسلې ورکوي او دغه ولايت ته يې استوي.

نوموړي په بلخ کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته وويل چې د وزير محمد اکبرخان ١٥ سړک چپ اړخ  ته درېيم کور يوه کس ته ورکړل شوى او همدارنګه په شاوخوا ١٥٠ مترۍ کې د افغانستان ملي امنيت اړوند بل مېلمستون هم شته چې د مزار، سمنګان او نورو ګاونډيو ولايتونو يو شمېر کسان هلته ور وستل کېږي.))

نور ويلي چې دغه کسان د امنيت مېلمستون ته لېږدول کېږي او وروسته د ملي امنيت شورا مېلمستون کې له ځينو کسانو سره لنډه ليدنه کوي، دوى ته وسلې او پيسې ورکول کېږي، څو په مزار شريف ښار کې بلوا جوړه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې ارګ اعلان وکړ چې د عطا محمد نورو استفعا چې څه موده مخکې يې وړاندې کړې وه، منظوره کړې او انجنير محمد داوود يې د بلخ د نوي والي په توګه ګومارلى چې دا موضوع د اسلامي جمعيت ګوند له سخت غبرګون سره مخ شوه.

د جمعيت ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور ويلي چې د بلخ ولايت مقام نه پرېږدي، خو يوازې هغه وخت چې اړوند ګوند مشرتابه شورا يې په اړه تصميم ونيسي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.