ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د مرمر ډبرو کان لرونکو لاريون وکړ

هرات کې د مرمر ډبرو کان لرونکو لاريون وکړ

author avatar
3 Jan 2018 - 19:20
هرات کې د مرمر ډبرو کان لرونکو لاريون وکړ
author avatar
3 Jan 2018 - 19:20

هرات (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): په هرات کې يو شمېر کان لرونکو د دې ولايت په چشت ولسوالۍ په اوږدو کې د امنيتي ګواښونو له امله اعتراض کړى او وايي، موټرونه يې د ناپېژاندو وسله والو له لوري سوځول کېږي.

يادو لاريون کوونکو د هرات د مقام ولايت مخې ته په داسې حال کې لاريون وکړ، چې خپل سوځېدلي موټرونه يې هم راوستي وو او ويل يې چې دوه ورځې وړاندې يې درې موټرونه چې د مرمر ډبرو د رالېږدولو په موخه چشت ولسوالۍ ته تللي و؛ د "رباط اخند" په سيمه کې د څلورو مخپټو کسانو له لوري چې نظامي جامې يې درلودې، سوځول شوي دي.

د "افغان هرات مرمر" کان مسوول روکي ملکزي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل، د دوى موټر د عامه نظم پوليسو د يوې پوستې په ٢٠٠ مترۍ کې سوځول شوي او وسله والو کسانو د موټرو له سوځولو وروسته ګواښ کړى، چې له دې وروسته بايد يادې ولسوالۍ ته د مرمر ډبرو د لېږد لپاره ورنه شي.

نوموړي زياته کړه، دا لومړى ځل نه دى چې وسله وال کسان يې موټر سوځوي، يوه مياشت وړاندې يې هم د دوى يو موټر سوځولى و.

نوموړي د يادې لارې په اوږدو کې د مېشتو امنيتي ځواکونو پر بې کفايتۍ نيوکه وکړه او ويې ويل: "د يادو پوستو امنيتي ځواکونه سهار شپږ بجې له خپلو پوستو وځي او تر ماښام پورې له هر موټر له ١٠٠ تر ١٠٠٠ افغانۍ اخلي او ماښام بېرته خپلو پوستو ته ستنېږي او بيا چې کومه پېښه هم رامنځته کېږي؛ وايي چې دوى يې مسووليت نه لري."

ملکزي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "کله چې څلور کسان دغه موټرونه سوځوي، د دغو موټرو چلوونکي له هغې پوستې چې د پېښې له سيمې ٢٠٠ متره لرې ده؛ مرسته غواړي، نو د امنيتي پوستو امنيتي ځواکونو ورته ويلي چى دوى د دې کار اجازه نه لري او دولت بايد اجازه ورکړي."

د هرات د کان لرونکو ټولنې مرستيال عبدالسميع توخي هم د چشت ولسوالۍ په اوږدو کې له شته نا امنيو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، په دې وروستيو کلونو کې امنيتي ګواښونه د دې لامل شوي، څو يو شمېر کان لرونکي خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي."

هغه ګواښ وکړ، چې اوسمهال نږدې لس زره کسان د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان او صنعتي ښارګوټي کې کار کوي او که چېرې د کان لرونکو کسانو امنيت ټينګ نه شي او دوى ډبرې راونه سپړل شي، ياد ټول کسان به بې روزګاره شي.

د هرات د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم د چشت ولسوالۍ په اوږدو کې له شته امنيتي ننګونو اندېښنه څرګندوي او له سيمه ييزو چارواکو غواړي، څو د کان لرونکو کسانو د امنيت په ټينګښت کې ډېرې هلې ځلې وکړي.

ورته مهال د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل، د مرمر ډبرو د درېيو سوځول شوو موټرو د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د ورته پېښو له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي په موخه يې کلک ګامونه پورته کړي دي.

هغه زياته کړه: "د دا ډول پېښو له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي په موخه جدي ګامونه پورته شوي او دغه موضوع لا ډېرو څېړنو ته اړتيا لري."

خو د هرات د اوبه ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراغا الکوزي وويل، د هرات په چشت کې د ورځې له لوري هيڅ ډول ګواښ نشته، خو د شپې له خوا يو څه امنيتي ستونزې شته دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.