لښکرګاه (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د هلمند په واشير ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د واشير ولسوالۍ په سنګينلام سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې لار باندې کله نا کله امنيتي ځواکونه تګ راتګ کوي نو طالبانو امنيتي ځواکونو ته ماين ځاى پر ځاى کړى و خو ملکي خلک پرې برابر شوي دي.))
د ځواک په وينا، دغه موټر له ګرشک ولسوالۍ واشير ته روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې ماين چاودنه کړې ده.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل چې دغه چاودنه له غرمې وروسته پر يوه نيمه بجه شوى دى.
هغه وايي چې د سيمې خلکو ټپيان او مړي موټر ته پورته کړل خو معلومه نه ده چې څو کسان په کې وژل شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستى.
واشير د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى سيمې یې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن