ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۱۲ ولايتونو کې د کډوالو او بېځايه شويو کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کېږي

په ۱۲ ولايتونو کې د کډوالو او بېځايه شويو کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کېږي

author avatar
3 Jan 2018 - 20:19
په ۱۲ ولايتونو کې د کډوالو او بېځايه شويو کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کېږي
author avatar
3 Jan 2018 - 20:19

کابل (پژواک،۱۳مرغومی۹۶): اروپايي ټولنې په راتلونکو درې کلونو کې د افغان کډوالو او بېځايه شويو د ژوند ښه کېدو سره د مرستې او کاري فرصتونه رامنځ ته کېدو په موخه ۱۳ميليون يورو ځانګړې کړې دي.

د يادې شوې مالي مرستې دغه هوکړه ليک، نن په کابل کې د کار او ټولنيزو چارو او کډوالو چارو وزيرانو او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ددفتر د استازي او ځانګړي اجرا کوونکي په توګه د ډنمارک د کډوالو کمېټې ( (DRCترمنځ  لاسليک شو.

د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي وويل، د دغه هوکړه ليک له مخې چې ۱۳ميليون يورو ارزښت لري، هغو کډوالو ته چې هېواد ته بېرته راستانه شوي او کورني بېځايه شويو کسانو ته تخنيکي زده کړې ورکول کېږي.

د هغه په وينا، ۷۲۰۰کسان د ياد شوي پروګرام تر پوښښ لاندې دي او دغو کسانو ته به د زده کړې دورې تر بشپړېدو وروسته د کار وسايل ورکړل شي او د کار زمينه به ورته برابره کړی شي.

ذکي وويل، پر دغه پروګرام اوس کار روان دی او د ډنمارک د کډوالۍ چارو کمېتې او اغاخان بنسټ له خوا په کابل، کندهار، لغمان، تخار، نورستان، کونړ، ننګرهار، هلمند، پروان، باميان، بدخشان او بلخ ولايتونو کې عملي کېږي او درې کاله به دوام وکړي.

د ډنمارک د کډوالو کمېټې استازي سوميترا موکرجي، د ياد شوي پروګرام د پيلېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دغه کار څخه يې موخه په افغانستان کې د خلکو د ژوند  ښه کېدل او د کډوالۍ مخنيوی دی.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، په تېر ميلادي (۲۰۱۷)کال کې ۶۰۰زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ۱۰۰تنه يې په خپله خوښه او ۸۰۰تنه يې له اروپايي هېوادونو څخه په زور ايستل شوي دي.

هغه زياته کړه، د کډالو چارو وزارت په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان لپاره د ۷۸ميليون يورو د ترلاسه کولو په موخه له اروپايي ټولنې سره هوکړه ليک لاسليک کړ.

د کډوالو د چارو وزير په وينا، د يادې شوې مالي مرستې ۱۸ميليون، له دې وړاندې د کډوالو نړيوال سازمان ته ورکړل شوي، ۱۳ميليون يورو نن د دغه هوکړه ليک له مخې ورکړل شول او پاتې نور يې د ماليې وزارت له لارې د افغانستان بوديجې ته ور کول کېږي.

د حکومت دغو چارواکو په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا شپږ ميليون تنه اټکل کړی چې د نړۍ په ۵۲ هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان کې ژوند کوي.

شاوخوا ۳۰۰زره افغان کډوال هم اروپا کې دي، چې ډېره برخه يې په وروستيو کلونو کې تللي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.