کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶) : دکابل ښار په نهمه حوزه کې د یوه ځانمرګي برید له امله تر ۳٥ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا برید د شپې په شاوخوا اته نیمو بجو د نهمې حوزې اړونده د بنایي او شینوزاده روغتون ترمنځ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو شوی دی.
د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د نهمې حوزې اړونده د څلورم مکروریانو په سیمه کې ځآنمرګی بریدتاییدي، خو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم یاده پيښه او مرګ ژوبله تاییدوي، خو دکره شمیرې په اړه څه نه وایي،
د تواب خان په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي پژواک اژانس ته وویل، چې نن مازیګر په بنایي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ځینو غیر قانوني دوکانونو پر ضد عملیات کړي وو، چې له دوکاندارانو سره یې اخ و ډب هم شوی و.
هغه وایي، چې د یاد پیښې د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر پولیس سیمه ته راغلی او ځانمرګي برید ګر دهغوی په مینځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.
په کابل کې دایمرجنسي روغتون پخپل ټویټر کې لیکلي، چې تراوسه ورته ۲۰ ټپیان راوړل شوي دي.
بلخوا ځینې نورې سرچینې وایي، چې په دې پيښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، چې ډیری یې پولیس دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن