ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي

لوګر کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي

author avatar
4 Jan 2018 - 15:10
لوګر کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي
author avatar
4 Jan 2018 - 15:10

پل علم (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو غوښتل د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې عمليات وکړي.

هغه وايي چې دغه ځواکونه په ياده سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوي او جګړه پيل شوې ده.

ده وويل چې په دې جګړه کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز د زرغون ښار سيمې اوسېدونکي وزيرمحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه لومړى درې چاودنې وشوې او بيا جګړه پيل شوه.

هغه وايي: ((سهار چې را پاڅېدو د ځانګړو ځواکونو دوه موټر ويجاړ شوي، خو دا په کې نه معلومېده چې څو کسان په کې وژل شوي دي.))

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې دغه بريد د ملي امنيت پر صفر يک قطعې ترسره شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٨ سرتېري وژل شوي او درې موټر يې هم له منځه تللي دي.

زرغون ښار د محمداغې ولسوالۍ له نا امنو سيمو ده چې ډېره برخه يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.