ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې وسله والو طالبانو  درې تنه ووژل

په فراه کې وسله والو طالبانو درې تنه ووژل

author avatar
4 Jan 2018 - 17:41
په فراه کې وسله والو طالبانو  درې تنه ووژل
author avatar
4 Jan 2018 - 17:41

فراه(پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): په فراه کې چارواکي وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو درې تنه په دغه ولايت کې وژلي چې يو يې د ملي امنيت سرتېرى دى.

د فراه د والي وياند ناصر مهري ددې خبر د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو  نن سهار شاوخوا پنځه بجې د فراه بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې دوه ملکي وګړي او يو د ملي امنيت سرتېرى له مسافر وړونکي موټره را ښکته کړي او له ځان سره يې بېولي دي.

هغه زياته کړه چې طالبانو نن سهار شاوخوا ١٠:٠٠ بجې د پشترود ولسوالۍ د مساو کلي ساحه کې ووژل.

د مساو کلي يوه اوسېدونکي چې د نوم  له اخيستلو څخه يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو درې واړه کسان نن خپل کلي ته نږدې پر ډزو وژلي دي.

 خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده چې طالبان تل د فراه – هرات لويې لارې په اوږدو کې د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې تلاشي کوي.

تېره اوونۍ هم طالبانو له يوه مسافر وړونکي موټر څخه شپږ کسان له ځان سره وړي وو چې له دې ډلې يې يو کس چې د عامه نظم افسر و وژلى او پنځه نور يې تر اوسه ورسره بنديان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.