ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د کابل د وروستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

ولسمشر غني د کابل د وروستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

author avatar
5 Jan 2018 - 21:28
ولسمشر غني د کابل د وروستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه
author avatar
5 Jan 2018 - 21:28

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۶) : ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د هغو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه چې پرون شپه د کابل مکروریانو په بنایي سیمه کې د ترورېستي پېښې له امله ټپیان شول.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلوا ضد پولیسو د ټپي شویو منسوبینو د پوښتنې پرمهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیایي حالت او درملنې د څرنګوالي په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د خدای (ج) په دربار کې د یادې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې  له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

د یاد روغتون مسوولینو او معالجو  ډاکټرانو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت د رسیدګي او درملنې لپاره  به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

پرون ماخوستن دکابل ښار نهمه حوزه کې د یوه ځانمرګي بریدپه پایله کې لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.