کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۶) : ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د هغو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه چې پرون شپه د کابل مکروریانو په بنایي سیمه کې د ترورېستي پېښې له امله ټپیان شول.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلوا ضد پولیسو د ټپي شویو منسوبینو د پوښتنې پرمهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیایي حالت او درملنې د څرنګوالي په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د خدای (ج) په دربار کې د یادې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت د رسیدګي او درملنې لپاره به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
پرون ماخوستن دکابل ښار نهمه حوزه کې د یوه ځانمرګي بریدپه پایله کې لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن